د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

افغان کرکټ ټیم سبا له ویسټ اینډیز ټیم سره وروستۍ لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه د ۲۰۱۲ میلادي کال ۲۰ اوریزو نړیوال جام له اتلې لوبډلې ویسټ اینډيز سره کوي.

افغانستان له دې وړاندې د سریلانکا، جنوبي افریقا او انګلستان څخه خپلې لوبې له زړه راښکونکو سیالیو وروسته بایللي او اوس د اول ګروپ وروستی ټیم دی.

خو د ویسټ اینډیز لوبډله بیا د ۲۰۱۶ میلادي کال شل اوریزو نړیوال جام په سیالیو کې له ټولو ښه ځلېدلې او د سریلانکا، جنوبي افریقا او انګلستان سره شوي ټولې سیالی یې ګټلي دي.

افغانستان بیا په نړیوال جام کې یواځینۍ لوبډله نه ده چې دری لوبې یې بایللي بلکې د بنګله دیش او پاکستان لوبډلو هم له دې کمې نه دي بایللي او له نړیوال جام څخه پاتې دي.

د افغانستان او ویسټ اینډیز د لوبډلو تر منځ د یکشنبې ورځې سیالي بیا له دې اړخه دواړو لوبډلو ته اهمیت لري چې که افغانستان یې ګټي لومړی تاریخي بریا به یې وي او که ویسټ اینډیز یې بایلي نو پیاوړي لوبډلې ته حیرانونکې ماتې به وي.

افغان لوبغاړو په هندوستان کې د روانو نړیوالو سیالیو په ترڅ کې د خلکو ښه مینه او لېوالتیا تر لاسه کړې او وايي چې وروستی لوبه به یې هم جذابه وي.

د کرکټ مینه وال هم دلته په هندوستان کې د لوبډلې له هڅولو ستړي او خفه شوي نه دي بلکې وایي چې تېرو سیالو ته په کتو وروستۍ دغې سیالۍ ته هم بې صبرانه متظر دي.

څو تنو یې ازادي راډیو ته وویل چې په دې باوري شوي چې اوس افغان لوبډله د هرې بلې لوبډلې سره زړه راښکونکې د پام وړ لوبه کولای شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د یکشنبې ورځې دغې سیالۍ لپاره د پنجشنبې په ورځ د هند ناګپور ښار ته رسېدلې او په هغو ستونزو کار کوي چې په تطرو سیالیو کې یې درک کړي دي.

د ملي لوبډلې لوبغاړي وايي چې د ناګپور د ویداربها په لوبغالي کې د غورواي په جام کې دری پرلپسې سیالۍ ګټلي او له لوبغالي سره اشنایې یې پیاوړتیا ده.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په همدې لوبغالي کې له سکاټلنډ، هانکانګ او زیمبابوې سره د نړیوال جام دویم پړاو ته د لار موندنې په خاطر شوي ټولې سیالی په لوړ مورال ګټلي وې.

د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش ازادي راډيو ته وویل چې که یې لوبغاړو ته د هر څومره سیالیو زمینې زیاتې شي هغومره زیات به نړیوال او افغانان له لوبډلې ښې لوبې وویني.

ښاغلی دانش وايي چې که څه هم افغانستان تر اوسه په لږ توپیر سیالی بایللي خو د ډیرو خلکو زړنه یې خپل کړي دي:

"زموږ لوبغاړي ورځ تر بلې کرکټ زده کوي تاسې ولیدل چې تېر میچ یو له بله ښه وه او ان شاء الله د ویسټ اینډيز په خلاف به هم ښه سیالي وکړي هره لوبډله د ګټې په خاطر میدان ته ښکته کېږي مهمه دا ده چې موږ خپل هدف ته رسېدلیو دلته مو که وګټله ډېره ښه کنه لوبغاړو خپله وړتیا ثابته کړې ده."

په ناګپور کې د افغانستان او ویسټ اینډیز لوبډلې په یوه هوټل کې اوسي او د ویسټ انډیز لوبغاړي افغان هغو ته اتلان وايي.

افغان لوبغاړي د یکشنبې ورځې دغې سیالۍ سره بنګله دېش او هندوستان ته له شاوخوا دوه میاشتو راهیسې پیل شوی سفر پای ته رسوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG