د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۲

کرکټ: انګلستان افغانستان ته ماته ورکړه


د کرکټ په ۲۰اوریزه نړیوال جام سیالیو کې انګلستان افغانستان ته د ۱۵منډو په توپیر ماته ورکړه.

ټاس یا پچه انګلستان لوبډلې وګټله او په خپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه چې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۲۰ اوورونو کې ۱۴۲منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې ۱۴۳منډو هدف ورکړ چې افغان لوبډلې ونه شوای کړای نوموړی هدف د ټولو اوورونو په لوبولو سره پوره کړي.

دا لوبه په هندوستان کې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ تردې وړاندې ویلي وو چې د افغانستان لوبغاړو د نړۍ له قوي ټیمونو سره له خپلو تېرو دوو لوبو ښې تجربې تر لاسه کړي او له میدان سره بلد شوي دي.

د افغانستان بله لوبه د مارچ په ۲۷ مه نېټه له ویست اینډیز سره ده.

تر دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم خپلې دوه لوبې د سرېلانکا او جنوبي افریقا په وړاندې بایللي دي.

پخواني:

د کرکټ په ۲۰اوریزه لوبوکې انګلستان افغانستان ته د ۱۴۳منډو هدف وټاکه.

ټاس یا پچه انګلستان لوبډلې وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه چې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۲۰اوورونو کې ۱۴۲منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې ۱۴۳منډو هدف ورکړ.

دا لوبه اوس په هندوستان کې روانه ده اوس د لوبې وقفه اعلان شوې څو شېبې وروسته به افغان لوبډله خپل بېټنګ پیل کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ تردې وړاندې ویلي چې د افغانستان لوبغاړو د نړۍ له قوي ټیمونو سره له خپلو تېرو دوو لوبو ښې تجربې تر لاسه کړي او له میدان سره بلد شوي دي.

دوی وايي، نن د انګلستان د ټیم په وړاندې لوبه کې تر پخوا ډېر چمتو دي.

د افغانستان بله لوبه د مارچ په ۲۷ مه نېټه له ویست اینډیز سره ده.

تر دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم خپلې دوه لوبې د سرېلانکا او جنوبي افریقا په وړاندې بایللي دي.

XS
SM
MD
LG