د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۵

خبرونه

د انګلستان د کرکټ لوبډلې افغانستان ته د ۱۴۳منډو هدف وټاکه

د کرکټ په ۲۰اوریزه لوبوکې انګلستان افغانستان ته د ۱۴۳منډو هدف وټاکه.

ټاس یا پچه انګلستان لوبډلې وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه چې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۲۰اوورونو کې ۱۴۲منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې ۱۴۳منډو هدف ورکړ.

دا لوبه اوس په هندوستان کې روانه ده اوس د لوبې وقفه اعلان شوې څو شېبې وروسته به افغان لوبډله خپل بېټنګ پیل کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ تردې وړاندې ویلي چې د افغانستان لوبغاړو د نړۍ له قوي ټیمونو سره له خپلو تېرو دوو لوبو ښې تجربې تر لاسه کړي او له میدان سره بلد شوي دي.

دوی وايي، نن د انګلستان د ټیم په وړاندې لوبه کې تر پخوا ډېر چمتو دي.

د افغانستان بله لوبه د مارچ په ۲۷ مه نېټه له ویست اینډیز سره ده.

تر دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم خپلې دوه لوبې د سرېلانکا او جنوبي افریقا په وړاندې بایللي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اسراییلو د لبنان پر جنوب بریدونه کړي

اسراییلو د لبنان پر جنوب بریدونه کړي.

د ازادي راډيو فردا څانګې د راپور له مخې،"اسراییلو نن سهار د لبنان پر صور ښار بریدونه کړي دي".

بل پلو، اسراییلو د لبنان د جنوبي ښارونو اوسیدنکو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو مېنو ووځي.

دا تازه بریدونه په داسې حال کې دي چې امریکا او ایران تیره شپه ناوخته د دوو اوونیو لپاره پر اوربند سلا شول.

رویتز خبري اژانس د دریو سرچینو په حواله راپور ورکړی تمه ده د ایران له ملاتړه برخمنه حزب الله ډله د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په اړه خپل دریځ په یو بیان کې روښانه کړي.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو نن سهار وختي له اوربند وروسته وویل،"اسراییل، لبنان د دغه اوربند برخه نه ګني".

یو استرالیايي سرتیری په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تور نیول شوی

یو استرالیايي سرتیری په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تور نیول شوی دی.

د استرالیا پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل،"بن رابرټس سیمټ د ۲۰۰۹او ۲۰۱۲کالونو ترمنځ د پنځو ملکي افغانانو په وژنه تورن دی".

د پولیسو په ټکو،"دغه ملکیان هغه مهال وژل شوي چې غیر مسلح او د اسټرالیا د پولیسو په واک کې وو".

د سیمټ وکیل ویلي،" تر حضوري محکمې به، هغه په زندان کې وي".

رابرټس سیمټ په اسټرلیا کې یو ملي اتل دی، هغه د "ویکتوریا کراس" پوځي مډال سربیره ډير شمیر پوځي نښانونه او مډالونه يې ترلاسه کړي دي.

پر سیمټ دغه تورنه وروسته له هغه ولګیدل چې د پوځي سرغړونو د څیړنې یو ځانګړي مرکز او د فدرال پولیسو په دې اړه څیړنې پیل کړې.

سیمټ دغه تورونه رد کړي دي.

چین؛ طالبانو او پاکستان هوکړه کړې چې د روانې شخړې د پایته رسیدو لپاره هڅې وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، طالبانو او پاکستان هوکړه کړې چې د دواړو خواوو ترمنځ د روانې شخړې د پایته رسیدو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي.

د رویتز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مایو نینګ نن چهارشنبې په یوې خبرې ناسته کې ویلي،" د اورمچي په ښار کې طالبانو او پاکستان هوکړه وکړه څو هغه اقدامات ونه کړي چې روانه شخړه لاپسې زیاتولی شي".

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تیرې فبرورۍ میاشتې راهیسې جګړه روانه ده.

د نینګ په ټکو، چین به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د مذاکراتو منځګړیتوب ته داوم ورکړي.

د چین په اورمچي ښار کې د حمل میاشتې په ۱۳مه نیټه د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي.

ولکر ترک؛ پر ملکي تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وايي،" پر ملکي تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت دی".

ولکر ترک د سه شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي،"د نړیوالو حقونو له مخې پر ملکیانو او ملکي تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت دی او هر هغه څوک چې دغه نړیوال جریم ترسره کوي باید په محکمه کې ځواب ووايي".

ترک پرته له دې چې د ایران نوم واخلي، په منځنۍ ختیځ کې روانه جګړه غندلې ده.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ وو، که ایران جوړجاړی ونه کړي او د هرمز تنګی خلاص نه کړي، نو د دې هېواد د انرژۍ پر تاسیساتو او پلونو به بریدونه وکړي.

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشرې لوبډلې له ترکمنستان سره لوبه مساوي کړه

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشرې لوبډلې پرون سه شنبې د منځنۍ اسیا د فوټبال د تنکیو لوبډلو د سیالیو په دوام کې له ترکمنستان لوبه مساوي کړه.

دا لوبه چې د کابل پرمهال څلور نیمې بجې پیل شوې وه، دواړه لوبډلې د لوبې ترپایه ونه توانیدلې چې ګول ووهي.

لوبه صفر د صفر پر وړاندې پایته ورسیده.

له دې مخکې افغانستان خپله لومړی لوبه د دوشنبې په ورځ قرغیزستان ته بایللې وه.

دا سیمه‌ییز ټورنمنټ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي او د منځنۍ اسیا پنځه لوبډلې پکې برخه لري.

افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغیزستان د منځنۍ اسیا تر اوولس کلونو کشرو لوبډلو په سیالیو کې ګډون لري.

حامد کرزي ملګروملتونو په یو لیک کې پر افغان خاوره د پاکستان له بریدونو او په کې د ملکیانو له مرګژوبلې شکایت کړی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغان خاوره د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او د دې هېواد کړنې يې له نړیوالو قوانیو غړونه بللې ده.

د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي کرزي د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته په یو لیک ویلي،" پاکستان پر افغان خاوره بریدونو کې د ملکیانو د مرګژوبلې سربیره د افغانستان تاسیسات په نښه کړې دي".

د هغه په ټکو،" دا ډول بریدونه په سیمه کې بې ثباتي زیاتولی شي".

ښاغلی کرزی په داسې حال کې ملګرو ملتونو ته په لیک کې د پاکستان له بریدونو او په کې د ملکیانو د مرګژوبلې شکایت کړی چې لا هم د چین په منځګړیتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې مذاکرات په اورمچي ښار کې روان دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د تیرې فبرورۍ میاشتې له ۲۲ مې راهیسې پیل شوې ده.

د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستان ترمنځ د ۴۰۰میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستان ترمنځ د څه باندې ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرون سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،" د خامو موادو، دواجوړونې او نساجۍ په برخو کې شل هوکړه لیکونه د څه باندې ۴۰۰ سوه میلیونو ډالرو په ارزښت پرون د ازبکستان په فرغانه ښار کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو له خوا لاسلیک شول".

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ازبکستاني سیال سره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې وې.

که څه هم د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني، خو د سوداګرۍ په برخه کې ورسره پراخې اړیکې پالي.

په کابل کې د جاپان سفیر؛ د جاپان تمویل شویو پروژو د افغانانو ژوند کې مثبت بدلون راوستی

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

په کابل کې د جاپان سفیر او د ملګرو ملتونو پراختیا اداره (یو این ډي پي) وايي،" په تیرو څلورو کلونو کې د جاپان تمویل شویو پروژو د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د ژوند په پیاوړتیا کې مهم رول لرلی دی".

په کابل کې د جاپان سفیر کن ایچي ماساموتو پرون سه شنبې په یوې خبرې ناسته کې وویل،" جاپان په افغانستان کې نژدې لس زره کاري فرصتونه رامنځه کړي، ۸سوه کوچنۍ زیربنايي پروژې يې پلي کړې او څه باندې زرو کروندګرو سره يې په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي دي".

په دې خبرې ناسته کې د یواین ډي پي استازي سټیفن رودریګز وویل،"په ټول افغانستان کې د جاپان هېواد د پروژو پلي کیدو سره د افغانانو په ژوند کې د پام وړ بدلون راغلی دی".

د مشهد والي د اسراییل له خبرداري وروسته د رېلګاډو تګ راتګ وځنډاوه

په ایران کې پر ریلګاډو د اسراییل د احتمالي برید له کبله د مشهد والي اعلان وکړ چې د ټولو ریلګاډو تګ راتګ تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.

د اسراییل پوځ په یوه خبرداري کې، چې نړیوالو خبري اژانسونو هم خپور کړی، د ایران له خلکو غوښتي چې د نن ماښام تر ۹ بجو (سې‌شنبه ۱۸ حمل) پورې په رېلګاډو کې له سفر څخه ډډه وکړي او رېللارو ته نژدې نه شي.

د اسراییل پوځ ویلي چې په رېلګاډو کې سفر او یا رېل پټلیو ته نژدې کېدل د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکلي ضرب‌الاجل وخت په پوره کېدو دی. ټرمپ تر نن ماښامه پورې ایراني چارواکو ته مهلت ورکړی او ویلي یې دي که د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه هوکړه ونه شي، نو د ایران برېښناکوټونه او پلونه به بمباري شي.

په استانبول کې د اسراییل کونسلګرۍ ترڅنګ په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې په استانبول کې د هغې ودانۍ ترڅنګ، چې د اسراییل قونسلګري پکې موقعیت لري، د ډزو په پېښه کې درې تنه وژل شوي او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

د دې پېښې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د ډزو له پیل سره سم ګڼ شمېر پولیس سیمې ته رسېدلي دي.

ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دا مهال په ترکیه کې هېڅ اسراییلي ډیپلومات نه شته.

په ویډیويي تصویرونو کې لیدل کېږي چې پولیس د ډزو د غږ له اورېدو سره سم خپلې وسلې راباسي او پناه اخلي. همداراز په یوه صحنه کې یو کس لیدل کېږي چې په وینو لړلی پر ځمکه پروت دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG