د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

"سخت دریځو ته به اجازه ورنه کړو چې ګاونډیانو ته خطر پېښ کړي"


د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند

د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په شمالي پولو کې د روسیې او تاجکستان پوځي تمرینات معمولي او دغو هېوادونو پورې تړلې موضوع ګڼي.

د دغه وزارت چارواکي ډاډ ورکوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې ګاونډیو هېوادونو ته خطر پېښ کړي.

روسیې او تاجکستان د افغانستان له خاورې د ورپېښ احتمالي امنیتي ګواښ له کبله تل خپلې اندېښنې له افغان حکومت سره شریکې کړي خو دا ځل یې د هېواد په شمالي پولو کې پراخ پوځي تمرینات وکړل.

د افغانستان دفاع وزارت که څه هم دغه پوځي تمرینات روسیې او تاجکستان پورې تړلې موضوع ګڼي، خو دا ډاډ ورکوي چې له خپلې خاورې به هېڅ هېواد ته د زیان رسېدو اجازه ورنه کړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل افغان ځواکونه به پرې نږدي چې داعش او یا نورې سخت دریځې وسله والې ډلې په افغانستان کې مرکزونه جوړ کړي او د افغانستان له خاورې نور هېوادونه وګواښي.

هغه زیاته کړه:

"افغانستان په جګړه کې بوخت دی موږ غواړو چې په افغانستان کې ترورېزم داعش وځپل شي دلته مرکزونه ونه لري او موږ د همدې لپاره دغه جګړه کلکه پرمخ وړو چې نه دلته مراکز جوړ کړي او نه نورو هېوادونو ته خطر پېښ کړي څه شی چې موږ پورې اړه لري هغه دا دی چې موږ هېڅ چا ته اجازه نه ورکوو چې نورو هېوادونو ته مزاحمت وکړي او یا ترورېزم صادر کړي."

روسیې او تاجکستان شاوخوا اوونۍ وړاندې د هېواد په شمالي پولو کې له افغانستان څخه د ورپېښ احتمالي امنیت ګواښ د مخنیوي په هدف ګډ پوځي تمرینات پیل کړل چې تر څلور ورځې یې دوام وکړ.

د تاجکستان د دفاع وزات ویلي وو چې په دغو تمریناتو کې ۵۰ زره تاجکي او ۲۰۰۰ روسي ځواکونو برخه اخیستې وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغو پوځي تمریناتو کې په سلګونو زغروال ګاډو او لسګونو هوايي چورلکو هم برخه لرله.

په ورته وخت کې پوځي کارپوهان بیا د روسیې او تاجکستان دغه ګام پارونکی بولي.

پوځي کارپوه باري عارض اندېښنه ښي چې د روسیې دا ډول حرکتونه به په سیمه کې د زبرځواکه هېوادونو تر منځ پوځي سیالۍ ته لار هواره کړي.

دا چې د روسیې او تاجکستان پوځي تمرینات ولې او څنګه د زبرځواکه هېوادونو تر منځ سیالۍ ته لاره هواروي ښاغلي باري عارض یې په اړه وویل:

"داسې برېښي لکه روسیه چې د داعش په هکله باندې یو ګومان کوي یا داسې فکر کوي چې دا به د سترو هېوادونو یوه تګلاره وي چې د منځني ختیځ د بې ثباته کولو لپاره او یا پر ذخایرو یې تلسط پیدا کړي."

د ولسې جرګې پخوانی غړی او د افغانستان د همبستګۍ او ملي نهضت د ګوند مشر سید اسحاق ګېلانی وايي روسیه او تاجکستان په دې پوهېږي چې افغان حکومت په افغانستان کې مخ پر خرابېدونکی امنیتي وضعیت نه شي کابو کولای نو ځکه غواړي خپله په دې برخه کې اقدام وکړي.

د ولسې جرګې پخوانی غړی او د افغانستان د همبستګۍ او ملي نهضت د ګوند مشر سید اسحاق ګیلانی
د ولسې جرګې پخوانی غړی او د افغانستان د همبستګۍ او ملي نهضت د ګوند مشر سید اسحاق ګیلانی

ښاغلي ګېلاني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل که څه هم افغان حکومت تل دا ادعا کړې چې افغانستان کې د وسله والو د ځپلو توان لري خو د افغانستان په خاوره کې د داعش او ځینو نورو سخت دریځو ډلو فعالیت دا ښيي چې افغان حکومت په دې برخه کې ناتوانه دی او اوس روسیه خپله غواړي منځنۍ اسیا ته د افغانستان له خاورې د احتمالي امنیتي ګواښ مخه ونیسي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG