د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

د افغانستان او تاجکستان پر پوله یو ځل بیا پوځي عملیات


د مارچ په پنځمه د افغانستان او تاجکستان پر پوله پوځي عملیاتو يو ځل بیا د ټولو پام دغې سيمې ته واړاوه. په دغه سیمه کې له تيرو ۲۵کلونو کې داسې اوونۍ نه ده تېره شوې چې کومه پېښه دې نه وي شوې.

د تاجکستان د امنيتي ځواکونو او د افغانستان له لوري د يوې وسله والې ډلې ترمنځ نښته چې په کې د تاجکستان د پولي يو ساتونکی او يو افغان جنګيالی ووژل شول، په داسې حال کې شوې چې له دواړو لورو پر پوله وضعيت د تغير په حال کې دی.

څنګه چې پسرلی رانږدې کيږي، د تاجکستان له پولي سره نږدې د افغانستان په شمال لويديځ کې د تاوتريخوالي پېښې مخ پر زياتېدو دي.

خو د افغان حکومت له خوا دغه ځای ته توجه زياته شوې ده او کېدای شي له همدې کبله حکومتي ځواکونه د سيمې ښه کنټرول تر لاسه کړي.

د تاجکستان د امنيتي ځواکونو او د افغانستان له لوري د يوې وسله والې ډلې ترمنځ وروستۍ نښته چې په کې د تاجکستان د پولي يو ساتونکی او يو افغان جنګيالی ووژل شول، په داسې حال کې شوې چې له دواړو لورو پر پوله وضعيت د تغير په حال کې دی.

يوه تاجک څېړونکي رشید غني عبدولو د ازادي راډيو له ترکمني څانګې سره په خبرو کې ویلي چې د نښتو لومړی راپور د تاجک پولي د ساتونکو له خوا ثبت شوی وو. د دوی په وينا، پر پوله یوې ډلې قاچاق وړونکو له سرحدي ساتونکو سره نښته پيل کړه.

ده ويلي چې د افغان حکومت په وينا، د سرحد لپاره تاجک ملي امنيت کمېټې ويلي چې دا یوه ډله طالبان وو.

د ازادي راډيو مشال څانګې ريس محمد امين مدقق بيا ويلي چې په کندزکې يې له يوه خبريال سره خبرې کړي او د هغه په وينا، د مارچ د پنځمې نښتې له هغه وروسته پيل شوې چې تاجک سرحدي ساتونکو طالبان د امو سيند څنډې ته پر شاوتمبول. په دغه ځای کې يو شمېرلانجمن ټاپوګان دي. طالبانو د حکومت د توغندېو او ټانکونو له بېرې په یوه ټاپو کې پناه واخيسته. تاجک سرحدي ساتونکو دوی له بلې خوا ولیدل. وروسته هليکوپټر راغلل او سیمه يې بمبارد کړه.

دا څرګنده نه ده چې ايا دغه وسله وال قاچاق وړونکي وو او که سخت دريځي. داسې ويل کیږي چې په دې ډله کې دواړه قاچاق وړونکي او طالبانو وو. د ښاغلي مدقق په وينا، قاچاق وړونکي تل د طالبانو له خوا بدرګه کيږي. دوی امنيت نيسي او قاچاق وړونکي له سیمې تيريږي.

د تاجک څېړونکي رشید غني عبدولو په وينا، د پېښې په صورت کې تاجک لوری له دې ستونزو سره مخامخ کیږي چې افغان لوري ته له چا سره تماس ونيسي.

دی وايي، هلته قومندانان زيات دي او هرڅوک چې پرخپل ځان ۱۰، ۲۰ يا ۵۰ کسان راټولولای شي، ځان د قانون سرچينه ګڼي.

خو د ښاغلي مدقق په وينا، د وروستیو پېښو پرمهال، افغان ځواکونو په تخار ولايت کې شکايت کاوه او په دغه ځانګړې پېښه کې دوی تاجک لوري ته خبر هم ورکړی وو خو تاجک چارواکو دا خبره جدي ونه ګڼله.

ښاغلي مدقق ويلي چې له هغه وروسته چې طالبانو په سپتمبر مياشت کې کندز ښار د لنډې مودې لپاره ونيو، افغان حکومت د افغانستان په شمال لويديځ کې ځواکونه له سره تنظيم کړل.

د ده په وینا، اوس افغان حکومت په سيمه کې د شمال لويديځ زون په نامه مرکزي قومنده لري او د شلم قول اردو ځواکونه په کندز کې ځای پرځای دي.

دغه دواړه نظامي نهادونه له بدخشانه تر کندزه د سيمې کنترول په لاس کې لري.

د روسي خواکونو دوه سوه لومړی قول اردو ځواکونه له ۱۹۹۱م کال راهيسي په تاجکستان کې ځای پر ځای دي. خو روسي پوځ د جنورۍ مياشتې په پای کې اعلان وکړ چې په تاجکستان کې به خپل ځواکونه کم کړي.

دا اعلان له هغه وروسته وشو چې تېرکال د تاجکستان د دوه سوه لومړي قل اردو ځواکونه له کولابه ووتل. دا په تاجکستان کې د روسيې له درېيو پوځي اډو څخه يوه وه چې له افغان پولې سره تر ټولو نږدې وه.

دا له هغې خبرې وروسته هم دی چې افغانستان ته د روسيې سفير تاييد کړه چې په کولاب کې روسي چارواکو څو ځلي د ۲۰۱۵میلادي کال په دوبۍ کې د افغانستان له شماله د طالبانو له استازو سره ليدلي وو.

د تاجک خبري اژانس اسيا پلس د يوه راپور له مخې، په کولاب کې په دغه ليدنه کې برخه اخيستونکی یو طالب قاري دين محمد حنيف نوميږي چې د تخار د درقد ولسوالۍ کنټرول په لاس کې لري.

د دغه راپور په وينا، افغان امنيتي ځواکونو ونشوای کولای له طالبانو د درقد کنترول ترلاسه کړي ځکه چې دا ولسوالي د روسي وسلو په وسيله ساتل کيږي او دغه ولايت به د روسيې لپاره له طالبانو سره د تماس ځای وي.

XS
SM
MD
LG