د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

افغان پولي ته نږدې د روسیې او تاجکستان ګډ پوځي تمرینات پیل شول


د افغانستان سرحد ته نژدې د تاجکستان د جنوب په غرنیو سیمو کې د روسیې او تاجکستان د پوځي ځواکونو ګډ تمرینات پرون پیل شول او تر اوسه پورې دوام لري.

پرون د دې پوځي تمریناتو په پیل کې د روسیې کومانډو سرتیري د پاراشوټ په وسیله د جګړې په یوه مصنوعي ډګر کې راکښته شول او د تروریستي حملو د شنډولو په بڼه په پوځي تمریناتو کې یې برخه واخیسته.

د رسنیو د راپورونو له مخې د روسیې پوځي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د افغانستان او تاجکستان ګډ سرحد ته نژدې د پنځو ورځو په مخه پوځي تمرینات پیل کړل.

د روسي ځواکونو یو ویاند وویل، د روسیې اتیا کومانډو سرتیري د افغانستان او تاجکستان په سرحد کې په پاراشوټونو کې راکوز شول څو د تاجکستان له ځواکونو سره په ګډو تمریناتو کې برخه واخلي.

دا سرتیري له ۲ ایلوشن ۷۶ الوتکو څخه چې د پاراشوټ لپاره ځانګړي تجهیزات لري د جګړې ډګر ته راکښته شول.

دا کومانډو سرتیري په هغه ځای کې راکوز شول چې د جګړې د ډګر په توګه جوړ شوی و او بیا یې له وسله والو سره د نښتې صحنه تمثیل کړه. د دې پوځي تمریناتو هدف د تروریستي حملو د مخنیوي لپاره د سرتیرو روزنه بلل شوې ده.

د روسیې د دفاع وزارت سرچینې وايي، په دې عملیاتو کې د دوه زره روسي سرتیرو په ګډون ټول ۵۰ زره پوځيان برخه لري.

په دې تمریناتو کې سرتیرو ته له عصري وسلو او تجهیزاتو څخه د کار اخیستو مهارتونه او همدا راز د بېلابېلو پوځي قطعو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ لارې چارې ورښودل کیږي.

د روسي ځواکونو یوه ویاند ډګروال یاروسلاو روشچوپکین وویل چې دا عملیات د سې شنبې په ورځ پیل شول، خو له هغه مخکې د یکشنبې په ورځ د روسیې هوايي ځواکونو یوې قطعې د تمریناتو سیمې ته د الوتکو د لیږدولو چارې بشپړې کړې.

روسي چارواکو ویلي چې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د وسله والو له فعالیت څخه اندیښنه لري.

ټاکل شوې چې دا پوځي تمرینات به د را روانې یکشنبې تر ورځې چې د مارچ شلمه او د نوي ۱۳۹۵ کال د حمل لومړۍ نېټه ده، دوام وکړي.

د افغانستان د سرحد په اوږدو کې د تاجکي او روسي ځواکونو ګډ پوځي تمرینات په داسې حال کې ترسره کيږي چې مسکو په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو له کبله ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG