د افغانستان د سولې عالي شورا هیله څرګندوي چې په راتلونکو دوه درې ورځو کې به د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې په اړه توافق ته ورسېږي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې په خبرو کې تر ډېره د نظر یووالی موجود دی.
د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سولې په خبرو کې د دواړو لورو تر منځ نه پلمې او نه هم د امتیاز خبره مطرح شوې ده.
دی زیاتوي:
"هغه ناستې چې موږ له هغوی سره درلودې، له دواړو لورو څخه د امتیاز او بهانې خبرې نه دي مطرح شوي، زه اټکل کوم چې په راتلونکو دوه درې ورځو کې به د حزب اسلامي او افغان دولت تر منځ سوله راشي."
تېره اوونۍ د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي درې کسیز باصلاحیته پلاوی کابل ته راغی او له پنجشنبې راهیسې د سولې عالي شورا له غړو سره د سولې په خبرو بوخت دی.
د سولې عالي شورا وايي چې د دې پلاوي له خوا درې عمده شرطونه چې ملي حاکمیت، ښه حکومتوالي او د عدالت تأمینول دي مطرح شوي چې دا د افغان حکومت او ولس غوښتنه هم ده.
د دې شورا غړي وايي چې په یو لړ نورو وړاندیزونو هم خبرې روانې دي، خو د دغې شورا چارواکو په دې اړه زیات جزئیات ورنه کړل.
که څه هم د سیاسي چارو افغان کارپوهان د سولې خبرو ته د حکمتیار ډلې د حاضرېدو هرکلی کوي، خو له نورو وسله والو ډلو هم غواړي چې د سولې خبرو ته کېني.
لیکوال او ژورنالېست زبیر شفیقي په دې بارو دی، که د حزب اسلامي څو ټوټې شوی ګونډ سره متحد او له حکومت سره سوله وکړي، د افغانستان روان وضعیت به ورسره یو څه ښه شي.
دی وايي:
"که حزب اسلامي متحد تصور شي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي، زه فکر کوم چې اوس هم په افغانستان کې له ټولو مطرح لورو څخه زیات غړي لري او زیات ځواک به شي، خو ستونزه دلته ده چې اوس حزب اسلامي په زیاتو ډلو وېشل شوی دی."
د سولې عالي شورا وايي چې په افغانستان کې د جګړې دوام د وسله والو مخالفینو په ګټه نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کی یو ځل بیا پر جګړې ټینګار کړی او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د دوی په وړاندې د تبلیغاتو پروا ونه کړي.
د طالبانو له خوا د سولې د خبرو له ردېدو سره – سره ولسمشر ویلي چې د سولې خبرو ته ناهیلی نه دی او په دې برخه کې ستراتېژیکه حوصله کوي.
راپور: رحمت الله افغان