د ګلبدین حمکتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د هییت او افغان چارواکو ترمنځ به رسمي خبرې اترې په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي.
په دې خبرو اترو کې چې پرون پنجشنبې رسماً پیل شوې، د اسلامي حزب د هییت مشر له ازادي راډیو ته په څرګندونو کې هیلمندي وښوده چې که مقابل لورې یې صادقانه ګامونه واخلي، د سولې دا خبرې اترې یوې ښې نتیجې ته رسیدلی شي.
محمد امین کریم چې دا مهال په کابل کې د اسلامي حزب د هییت مشري کوي ازادي راډیو پرون ماښام وویل چې له افغان چارواکو سره به د دوی رسمي خبرې اترې په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي او هیلمن دی چې دواړه خواوې به یوې ښې نتیجې ته ورسیږي.
افغان ولسمشر او د سولې عالي شورا په دې وروستیو کې د اسلامي حزب په شمول له مخالفو وسله والو ډلو یو وار بیا غوښتي و چې د سولې د خبرو اترو له بهیر سره دې یوځای شي.
په دې خبرو اترو کې د اسلامي حزب استازي محمدامین کریم ازادي راډیو ته وویل، له افغان حکومت سره یې له اوږدې مودې راهیسې غیرې رسمي تماسونه موجود وو:
"یو نیم کال مخکې خپلو کې یوې ضمني نتیجې ته هم رسیدلي و، اوس چې د سولې عالي شورا رسمي بلنه راکړې نو نن مو د رسمي خبرو پیل وو. دا خبرې به دوام کوي او هیلمن یوچې یوې ښې نتیجې ته به ورسیږو."
محمد امین کریم که څه هم د پنجشنبې د ورځې خبرې اترې ابتدايي او تعارفي خبرې وبللې خو ویې ویل چې د دواړو خواوو ترمنځ د توافق یوه مسوده مخکې له مخکې چمتو شوي او په دې خبرو اترو کې به د همدې مسودې په جزییاتو غور او بحث وشي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب استازي امین کریم دا هم وویل چې دا مسوده د دوی د یو شمېر غوښتنو لکه د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکي، اسلامي نظام او ټولنیز عدالت متمرکزه ده.
له امین کریمه مې وپوښتل چې هغه غوښتنې چې دوی یې لري افغان حکومت یې همدا اوس د عملي کېدو ادعا کوي او له یوې سره یې هم مخالفت نه لري.
نوموړي وویل چې اسلامي حزب هم له اصولو سره مخالفت نه لري بلکې د اصولو په عملي کېدو کې له افغان حکومت سره اختلاف لري.
نوموړې وویل، د افغانستان د ملي امنیت د شورا، اسلامي حزب او سولې د عالي شورا یو ګډ هییت به پر دې مسودې چې د ده په وینا مخکې له مخکې چمتو شوې کار وکړي او هیلمن دی چې یوې نتیجې ته به ورسیږي.
دا چې اسلامي حزب وسله وال فعالیتونه لري، د خبرو اترو له پیل سره د دوی وسله وال فعالیتونه دریدلي که څنګه؟ ښاغلي کریم وویل چې دوی مخکې هم پر افغان پولیسو او اردو بریدونه نه کول او اوس هم له افغانانو سره جګړه نه کوي.
د اسلامي حزب دا پلاوی په داسې حال کې کابل ته د سولې د رسمي خبرو اترو لپاره تللی چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو یوې لویې ډلې چې طالبان دي لا هم له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو پیل ته غاړه نه ده ايښې.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب په افغانستان کې له مخکښو جهادي ګوندونو څخه دی چې په تیرو څو لسیزو کې په پرلپسې توګه د افغانستان د کړکېچ یو مهم لوری پاتې شوی.