د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۲

د سولې له بهیر سره د یو ځای کېدو په اړه د حکمتیار لېوالتیا


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د سولې د بهير په اړه مطلب خپور کړی دی.

په دې مطلب کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي چې پخواني جنګسالار ګلبدين حکمتيار چې د ملګرو ملتونو له خوا په تور لیست کې شامل دی، اعلان کړی چې د سولې له بهير سره يو ځای شي.

مقاله وايي چې امریکا غواړي د افغانستان د سولې پروسه بريالۍ شي او کلونه اوږده جګړه پای ته ورسېږي.

د واشنګټن پوسټ په وينا، اسلامي سخت دريځي جنګسالار ګلبدين حکمتيار ويلي، د سولې په خبرو کې برخه اخيستو ته تيار دی تر څو افغانانو ته وښيي چې دی سوله غواړي.

مقاله زياتوي چې د حزب اسلامي د مشر حکمتيار له خوا دا اعلان له هغه يوه اوونۍ وروسته کېږي چې د طالبانو مشرتابه له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړې او د سولې بهير د ناڅرګنده مودې لپاره وځنډېد.

ټاکل شوې وه چې دا مذاکرات په اسلام اباد کې د روانې مياشتې په سر کې پيل شي.

واشنګټن پوسټ زياتوي چې دا معلومه نه ده چې په مذاکراتو کې د حکمتيار برخه اخيستل به څومره طالبان وهڅوي چې دوی هم له دې بهير سره يو ځای شي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې په اسټرالیا کې د افغان پناه غوښتونکو په اړه مطلب خپور کړی دی.

په دې مقاله کې ګارډین لیکي چې اسټراليا به يو افغان پناه غوښتونکی چې په خټه هزاره دی، له خپلې خاورې په زوره وباسي.

مقاله وايي چې د اسټراليا د کډوالو وزیر د دغه افغان هغه درخواست رد کړی چې وايي، د افغانستان امنيتي وضعيت مخ پر خرابېدو دی او هلته يې ژوند په خطر کې دی.

د مقالې په وينا، دغه افغان چې نوم يې نه دی ياد شوی، په اسټرالیا کې پنځم کس دی چې په زوره بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.

دا له هغه وروسته چې اسټراليا په ۲۰۱۴میلادي کال کې په زوره د افغانانو لېږل پيل کړل، دغه ۴۲ کلن افغان په ۲۰۱۲میلادي کال کې اسټراليا ته په بېړۍ کې تللی وو.

ګارډين ورځپاڼې د افغانستان د سکي په اړه هم ليکلي.

په دې مقاله کې ګارډين لیکي چې له هغه راهيسي په افغانستان کې د سکي له لومړۍ مسابقې څخه شپږ کاله تېريږي.

مقاله لیکي چې که څه هم ځايي خلکو مخکې پر واوره د ښويېدو لپاره په پښو پوري لرګي تړل خو پر غرو له سکي سره بلد نه وو.

شپږ کاله مخکې د سويټزرلنډ يوه خبريال کريسټوف زويرخير د يو څو ورځو لپاره باميان ته تللی وو او په هغه کال يې د افغان سکي چلنج په نامه مسابقه پيل کړه.

مقاله لیکي چې زويرخير په پام کې لري چې له کابل سره نېږدې په يوه سيمه کې هم دغه مسابقه جوړه کړي تر څو ګڼ افغان سکي کوونکي په کې برخه واخيستلای شي.

XS
SM
MD
LG