د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې سره د سولې خبرې پیل شوې


د افغانستان د سولې عالي شورا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې سره د سولې مخامخ رسمي خبرې پیل کړې.

د سولې عالي شورا چارواکي وایي چې د دغو خبرو لپاره د حزب اسلامي درې استازي کابل ته راغلي او دا مهال له دوی سرهپه خبرو بوخت دي.

دا لومړی ځل دی چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ډله د سولې مخامخ رسمي خبرو ته حاضرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت طالبانو او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ته په وار وار بلنه ورکړې چې د سولې مخامخ خبرو ته چمتو شي، خو له ډېر انتظار وروسته بلاخره د حزب اسلامي یوه وسله واله مخالفه ډله په کابل کې مخامخ خبرو ته چمتو شوه.

د سولې عالي شورا زیاتوي، د سولې د خبرو لپاره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي درې استازي محمد امین کریم، عبدالقدوس صافی او همایون جریر کابل ته راغلي دي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد ایوب رفیقي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا لومړۍ بین الافغاني خبرې دي او هیله یې وښوده چې طالبان هم د حزب اسلامي په څېر خبرو ته چمتو شي.

ښاغلي رفیقي زیاته کړه:

"د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو بېلابېلو ډلو څخه د سولې عالي شورا د غوښتنې پر اساس د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې چمتووالی وښود او له دوی سره موږ لومړنۍ غونډه وکړه، دا بین الافغاني او د وروڼو تر منځ غونډه وه او موږ ورته هیله من یو."

د سولې عالي شورا نوی جوړښت شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د پیر سید احمد ګېلاني په مشرۍ اعلان شو او دوی خپله لومړنۍ غونډه په دې غوښتنې سره پيل کړه چې مخالفې ډلې باید مخامخ خبرو ته چمتو شي.

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره سم د سولې ټینګښت ته هڅې زیاتې شوي او یو ځل د اسلام اباد په مري کې له طالبانو سره مخامخ خبرې هم وشوې، خو د ملا عمر د مړینې له اعلان سره د سولې خبرې له خنډ سره مخ شوې.

له څه مودې ځنډ وروسته افغان حکومت له طالبانو او حزب اسلامي سره د سولې د بیا پيل په هدف د څلور اړخیزو غونډو لړۍ پیل کړه چې دوه یې په اسلام اباد او دوه نورې یې په کابل کې ترسره شوې.

د وروستۍ څلور اړخیزې غونډې له پرېکړې سره سم ټاکل شوې وه چې د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل شي، خو طالبانو په دې خبرو کې ګډون رد کړ او تر نامعلومې نېټې وځنډېدې.

اوس چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د سولې خبرو ته حاضر شوی، استازي یې وایي چې یو لړ غوښتنې او شرایط هم لري او ټینګار یې دا دی چې غوښتنې یې د ولس غوښتنو ته ورته دي.

کابل ته د حزب اسلامي د راغلو استازو له ډلې محمد امین کریم د سولې عالي شورا له چارواکو سره په ګډه خبري ناسته کې د خپلو غوښتنو په اړه داسې وویل:

"زموږ غوښتنې دا دي چې د افغانستان د خلکو ملي حاکمیت باید وساتل شي، اسلامي قانوني نظام باید رامنځته شي او په بېلابېلو برخو کې عدالت ټینګ شي، موږ چې نن د سولې عالي شورا له غړو سره رسمي او بین الافغاني خبرې وکړې، هیله من یو چې ښه نتیجه ورکړي او د یوه بین الافغاني تفاهم له مخې داسې هېواد ولرو چې سوله په کې ټینګه وي."

حزب اسلامي له دې وړاندې او ان د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې حکومت کې هم خپل استازي د سولې خبرو ته رالېږلي وو، خو دا لومړی ځل دی چې د رسنیو په وړاندې یې استازي حاضرېږي.

له دې وړاندې د سولې او شخړې د انسټېټیوټ څېړونکي حکمت الله اعظمي ازادي راډيو ته ویلي چې سولې ته د حزب اسلامي د ډلې حاضرېدل یو مثبت ګام دی، خو حکومت باید هڅه وکړي چې لویه وسله واله مخالفه ډله طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.

خو دا چې طالبان به د حزب اسلامي په څېر د سولې مخامخ او بین الافغاني خبرو ته حاضر شي او که نه، دا هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي او افغان ولسمشر اشرف غني هم ویلي چې تر اوسه له طالبانو سره د سولې خبرې ناکامه شوي نه دي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG