د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

ملي شورا د سولې شورا او اسلامي حزب تر منځ د خبرو هرکلی وکړ


د افغانستان مشرانو جرګه د سولې په خبرو کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار لېوالتیا وستایله.

د افغانستان مشرانو جرګې، د افغانستان د سولې دعالي شورا او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو پیل، وستایه.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار د شنبې په ورځ په یوې خبرې ناسته کې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې د خبرو لپاره د حزب اسلامي د پلاوي استول او د سولې د خبرو د پیل په اړه خوشبیني وښوده:

"حکمتیارصاحب د جهادي مشرانو له ډلې یو مشر و، د افغانستان د نظام پر خلاف یې له تېرو شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې مبارزه کړې او کوي يې، او دا چې پلاوی یې راغلی، موږ ورته خوشبین یو دا پلاوې به د سولې لپاره یو ښه پیغام ولري."

ښاغلي مسلمیار له نورو ډلو هم وغوښتل چې د سولې په خبرو کې دې شامل او له دې موقع څخه دې ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي یو درې کسیز پلاوی د پنجشنبې په ورځ کابل ته راغلی او د افغانستان د سولې عالي له مشرتابه سره یې د سولې د مذاکراتو په اړه مستقیمې خبرې کړې دي.

محمد امین کریم، عبدالقدوس صافي او همایون جریر د حزب اسلامي هغه پلاوی دی چې د سولي د عالي شورا له مشرتابه سره یې په خبرو کې برخه اخیستې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې ځینو غړیو هم کابل ته د اسلامي حزب د پلاوي راتګ ستایلی دی.

د ولسې جرګې غړی محمد حسن شریفي بلخابي د حزب اسلامي او د افغانستان د سولې د عالي شورا ترمنځ د خبرو پر شفافیت تاکید کوي:

"دا چې د حزب اسلامي یو صلاحیت لرونکی پلاوی راغی او مذاکرات یې پيل کړل او ویې ویل چې موږ بین الافغاني خبرې لرو، هرکلی یې کوو، خو مهمه دا ده چې دا خبرې څرګندې او له امتیازغوښتنېپرته ترسره شي."

د افغانستان د ملي شورا غړي د سولې د څلور اړخېزو خبرو د پیلولو لپاره، د حکومت هڅې ستايي او د دوام هیله یې کوي.

که څه هم د افغانستان د سولې د عالي شورا او د حزب اسلامی ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د دوه اړخیزو هڅو، خوشبیني پیدا کړې، خو د مشرانو جرګې رییس وايي، پخوا تردې هم څوځلې دا ډول هیلې پیدا شوې وې، خو دا ځل د دې خبرو نتایجو ته باید انتظار وباسو.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG