د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو د مسکو دفتر پر ضد د فشار ابزار غندي


د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو نښه
د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو نښه

د مارچ په اتلسمه نېټه دوه کسان چې ځانونه يې د روسي د «NTV» خبریالان معرفي کول په مسکو کې د «RFE/RL» یا د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو د روسي څانګې د مشرې کور ته ورغلل او له هغه څخه يې شخصي پوښتنې پیل کړې.

دواړو کسانو چې یوه يې غوښتل د دغه ځای وېډیو هم جوړه کړي د ازادي راډیو د روسي څانګې له مشرې څخه د هغې د عاید او په مسکو او شاوخوا کې د هغې د جایدادونو په اړه معلومات وغوښتل.

له دې کسانو څخه یوه يې وویل چې ده دا معلومات د روسي څانګې له پخوانیو کارکوونکو ترلاسه کړي دي.

د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو د روسي څانګې مشرې د دغو دوو کسانو د پوښتنو له ځوابولو ډډه وکړه.

د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو سر محرر نیناد پیج دا پېښه د وېرولو یوه بېلګه وګڼله او د هغه په خبره داسې ښکاري چې روسي مقامات غواړي په دې هېواد کې زموږ د ژورنالېستېکي فعالیتونو په خاطر زموږ پر ضد دوسیه جوړه کړي.

«NTV» چېنل د کرېملېن تر کنټرول لاندې دی او د خپلواکو خبریالانو، مخالفو رسنیو او مدني ټولنې د فعالیت ضد کمپاین په ترسره کولو مشهور دی.

دا پېښه یوه اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې د کرېملېن یوه مشهور پروپاګند کوونکي دېمېتري کېسېلوف په یوه ټلوېزیوني پروګرام کې د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو خبریالان د روسيې ضد دسیسه کوونکي جاسوسان وبلل.

نوموړي وویل ډېر ژر به د متحده ایالاتو د نړیوالو خپرونو په اړه یو مستند فلم وړاندې کړي.

د مېډیالوګیا اژانس له مخې په روسیه کې د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو څانګه چې په روسیه کې په راډیو سووبودا پېژندل کېږي، په ۲۰۱۵ کال کې په دغه هېواد کې په ټولنیزو رسنیو کې په دوهم مقام کې ده چې زیات استناد پرې کېږي.

په تېر م کال کې څلور ۴۳۰ مېلیونه کسانو د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو وېب پاڼې کتلي او نږدې یو مېلیارد مطالب يې لوستي.

له دې جملې څخه د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو روسي څانګې ۲۶۶ مېلیونه پاڼې چې مطالب په کې و، شاوخوا ۱۷۰ مېلیونه کتونکو ته وړاندې کړي دي.

دغه راز د روسي څانګې د فېس بوک له پاڼې سره شاوخوا ۲۳ مېلیونه کسان یو ځای شوي دي.

د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو او د هغې د روسي څانګې په اړه

د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو یو نړیوال خپلواک سازمان دی چې د راډیو، انټرنټ، ټلوېزیون او ټیلیفون له لارې د روسيې، اوکراین، ایران، افغانستان، پاکستان، او د مرکزي اسیا د جمهوریتونو په ګډون د نړۍ په ۲۳ هېوادونو کې خپرونې لري.

دا سازمان د خپرونو د یوه مدیره هئیت له لارې د متحده ایالاتو د کانګرېس له خوا تمویلېږي.

د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو روسي څانګه د متوازنو خبرونو، تحلیل او د روسيې د فدراسیون په داخل او بهر کې خپلو اورېدونکو ته په پام سره د روسيې د دولتي رسنیو پر وړاندې څو اړخیزه بدل ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG