د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۷

د سپیو جنګول په بلخ کې د یو شمېر ځوانانو لپاره ښه عایداتي منبع


یو شمېر بلخي ځوانان سپي جنګوي او پیسې ګټي، په بلخ کې ځينو ځوانانو د پيسو ګټلو لپاره د سپيو جنګولو ته مخه کړې.

سگ جنګي یا د سپيانو جنګول هغه کار دی چې په کې د مړینې تر سرحده دوه سپیان جنګول کېږي او اوس- اوس دا کار د بلخي ځوانانو لپاره پر یوه تفریح او لوبه هم بدله شوی دی.

د مزارشریف د وز لوبې په میدان کې،هره جمعه سهار سلګونه تنه ځوانان په کې را غونډیږي او سپیان جنګوي.

دوی د پیسو په بدل کې په ساعتونو ساعتونو د دوو سپیانو ترمنځ د جنګېدو او وینې تویونې ننداره کوي.

دا چې ولې ډېری ځوانان د یادې لوبې ترسره کولو ته لېواله شوي دی، باور دا دی چې د بېکاري زیاتوالی او بد اقتصادي وضعیت د دې سبب شوی چې ځوانان د پیسو تر لاسه کولو په هدف د سپیو جنګولو یا ورته لوبو ته مخه کړي.

اوس مهال بلخي ځوانان سپیان روزي او د شرط په تړلو سره د پیسو په بدل کې هغوی جنګوي.

د سگ جنگۍ په لوبه کې دوه اهلي حیوانات د مرګ تر سرحده سره جکړه کوي او په پای کې یو سپی د لوبې وړونکی او بل یو یې بایلونکی اعلان کېږي چې د ګټونکي سپي څېښتن ته د هر یو میدان جنګ په بدل کې له زر افغانیو څخه تر ۱۰ زره افغانیو پیسې ورکول کېږي.

دا موضوع سبب شوې چې ډېر بېکاره ځوانان د سپیو جنګولو ته مخ کړي او دې حیواناتو په روزلو سره د یوې عایداتي منبع په توګه کار واخلي.

له همدې ځوانانو څخه یو تن یې په اړه وايي:

"زما سپی ۲ زره افغانۍ بیانیه وه، او ما نن ۲ زره افغانی وګتلې ځکه چې زما سپی ډېر قوي وو."

د ویلو ده چې د دې لوبې لپاره هغه سپیان روزل کېږي چې له بشپړ بندي قوت څخه برخمن وي او ښه خواړه ورته ورکول کېږي، سګ بازانو یا هغه کسان چې سپي جنګوي وايي چې د هر یوه جنګي سپي قیمت له ۱۵ زره تر ۹۰۰۰۰ زره افغانیو پلورل کېږي.

کوم حیوانات چې سګ جنګي ته روزل کېږي له عادي سپیانو څخه نه دي او هره میاشت د شاوخوا ۲۰زره افغانیو په ارزښت ورته خواړه ورکول کېږي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG