د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

"روانه اوونۍ به طالبان د سولې خبرو ته کېني"


د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني
د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي دې ته په تمه دي چې له طالبانو سره د سولې مامخ خبرې د روانې مارچ میاشتې د لومړۍ اوونۍ په ترڅ کې وشي.

افغان حکومت ډاډ ورکوي چې طالبان هم د سولې خبرو ته لېواله دي.

سره له دې چې طالبانو دا نه دي ویلي چې له افغان حکومت سره به د روانې میاشتې په لومړیو کې مخامخ خبرو ته کېني خو افغان حکومت په ټاکل شوي وخت دغو خبرو ته تمه څرګندوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سولې د همغږۍ د څلور اړخیزې غونډې په څلورم پړاو کې پر دې هوکړه وشوه چې د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې به افغان حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"موږ انتظار لرو چې د مخامخ خبرو لومړی پړاو د روان کال د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ اسلام اباد کې ترسره شي، د همغږۍ څلور اړخیزه ډله د څلورمې ناستې راهیسې په دې برخه کې پر جزئیاتو کار کوي."

د افغان حکومت استازو لومړی ځل د ۲۰۱۵ میلادي کال په جولای میاشت کې له طالبانو سره په پاکستان کې مخامخ خبرې وکړې چې وروسته بیا د دغې ډلې د مخکېني مشر ملا محمد عمر د مرګ له خبر سره دا لړۍ و ځنډېده.

تر هغې راوروسته د ملي یووالي حکومت د سولې د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې چې افغانستان، پاکستان، امریکا او چین یې استازي دي، یو وار بیا له طالبانو سره د خبرو هڅې پیل کړې.

خو پوښتنه دا ده چې ايا طالبان به اوس بیا حاضر شي چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي؟

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال د ازادي راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"زه دا بیا هم ردوم چې طالبان دې د سولې د خبرو طرفداره و نه اوسي، طبعاً هغه فضا چې دوی یې غواړي، اوس ورته مساعده ده، زه باوري یم چې له دغې مساعدې فضا څخه به دوی ګټه واخلي."

د طالبانو استازو د روان میلادي کال د جنورۍ په ۲۳مه نېټه د قطر په غیر رسمي غونډه کې چې د پګواش موسسې جوړه کړې وه، د سولې د مخامخ خبرو لپاره ځیني شرایط وړاندې کړي و.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، له تور لېسته د طالب مشرانو ایستل او پر اساسي قانون بحث له افغان حکومت سره د خبرو د پيلولو لپاره د طالبانو اساسي شرطونه دي.

په دې وروستیو کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په خپل یوه پیغام کې وویل چې دغه ډله اوس هم په قطر کې خپل پر وړاندې شویو شرطونو ټینګار کوي.

اخوا د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز څېړونکی حکمت الله اعظمي وایي، دا به ګرانه وي چې د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

ښاغلي اعظمي یې لامل داسې بیان کړ:

"دغه مختلفې ډلې نه غواړي چې په یو وخت د افغانستان د دولت له نمایندګانو سره کېني، د طالبانو هڅه دا ده چې مختلفي ډلې یې په مختلفو وختونو کې د افغان دولت له پلاوي سره کېني او خپلې غوښتنې مطرح کړي."

له دې وړاندې د سولې عالي شورا ویلي و چې حکومت حاضر دی له بېلابېلو ډلو سره د هغوی د غوښتنې له مخې د سولې خبرې پيل کړي.

خو په ټوله کې خلک او د چارو کارپوهان له دغه بهیر سره د سترو نړیوالو ځواکونو لکه چین او امریکا ښکېلتیا ته خوشبینه دي او وایي چې دا به نړیوال اړ کړي څو د افغانستان روان کړکېچ ته یو د حل لاره ومومي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG