د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۱

مستغني: سید فضل الله وحیدي د تښتوونکو له منګلو راخوشې شو


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هرات پخوانی والي سید فضل الله وحیدي په پاکستان کې د تښتونکو له منګلو راخوشي شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شیکب مستغني نن ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی وحیدي تېره شپه د خیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې د پاکستاني پولیسو په همکارۍ را خوشي شوی دی.

ښاغلي مسغتني زیاته کړه چې فضل الله وحیدي پاکستاني پولیسو په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ ته سپارلی دی.

سید فضل الله وحیدي د دلوې میاشتې په ۲۳ مه نېټه په اسلام اباد کې د ناڅرګندو کسانو له خوا برمته شوی و.

XS
SM
MD
LG