د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

خراسان پوهنتون ممتازو زده کوونکو ته وړیا زده کړې اعلان کړې


په ننګرهار کې د خراسان په نامه شخصي پوهنتون هغو ممتازو زده کوونکو ته چې په خپلو ښوونځيو کې په لومړۍ، دویمه او دریمه درجه فارغ شوي وي او لوړو زده کړو ته يې لاره نه وي پيدا کړي او یا هم له ازموینې څخه بې برخې پاتې شوي وي د وړيا زده کړو زمینه برابره کړه.

د خراسان پوهنتون رييس احمد طارق کمال د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې دوی به ۱۲۰ تنه ممتاز زده کوونکي چې په دې کټه ګورۍ کې شامل وي د څلورو کلونو لپاره وړيا زده کړې ورکوي.

ښاغلي کمال زیاته کړه:

"د ۱۲۰ محصلینو لپاره د وړيا زده کړو بورسیه لرو دا محصلین به څلورکاله وړيا زده کړې کوي او هغه محصلین چې په لسانس دوره کې خپله وړتیا ښکاره کړي هغوی لپاره بیا د ماسټرۍ پروګرامونه هم په نظر کې لرو."

بل خوا د ننګرهار ولایت مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال دا یو نیک اقدام وباله او زیاته کړه چې دا کار به نور شخصي پوهنتونونه هم دې ته تشویق کړي چې ځوانانو لپاره ګټور پروګرامونه اعلان کړي.

ښاغلي ګرديوال زیاته کړه:

"دوی زموږ او د ځوانانو دا غوښتنه ومنله دا یو نیک کار دی او د لوړو زده کړو نورې موسېسې به هم دې کار ته وهڅول شي چې یوازې دا پوهنتونونه د تجارت ذریعه ونه ګڼي او د احساس له مخې خدمت وکړي."

د ویلو ده چې په ننګرهار کې د دولتي پوهنتون ترڅنګ شپږ شخصي پوهنتونونه فعاله دي چې له دې ډلې یو هم د خراسان شخصي پوهنتون دی.

دغه پوهنتون له ۱۳۸۶ کال راهیسې په ننګرهار کې فعالیت کوي او د دې پوهنتون په اقتصاد، انجنیري، کمپیوټر ساینس،ژورنالیزم او ادبیاتو په پوهنځيو کې شاوخوا دوه نیم زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG