د افغانستان نوې متحده جبهه چې ځان د افغان حکومت اپوزیسون ګڼي وايي چې افغان حکومت وسله والو طالبانو سره د سولې ظرفیت نه لري.
د نوې متحدې جبهې ویاند وحید الله غازي خیل ازادي راډیو سره به خبرو کې د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې عوام فریبي او تېر ایستل وګڼل.
خو د چارو یو شمېر سیاسي کارپوهان د افغانستان د سولې د خبرو له پروسې هیله مند ښکاري وايي چې طالبان به په راتلونکي غونډو کې ګډون وکړي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د سې شنبې د ورځې د څلور اړخیزې غونډې په پای کې په یوې اعلامیه کې وویل چې له طالبانو سره د افغان حکومت مخامخ خبرې به د روان زېږدیز کال د مارچ د میاشتې په لومړۍ اونۍ په پاکستان کې کېږي.
تفصیل د اجمل تورمان په راپور کې اورو: