د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۹

ویسا:له جګړې ستومانه نسل او سوله


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره د سولې نننۍ څلور اړخیزې غونډې او د دغې غونډې په اړه هیلو او سپارښتنو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې څلورمه غونډه، مخامخ خبرې او څو اړین ټکي.

په سرمقاله کې راغلي، د سولې په نننۍ غونډه کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو نیټه مشخصیږي، خو د سرمقالې لیکوال ویلي، حکومت دې ته باید فکر وکړي چې د طالبانو له هغو کسانو سره باید خبرې وشي چې با نفوذه وي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، مهمه ده چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته ښه چمتوالی ونیول شي ځکه دا هم لېرې نه ده چې طالبان خبرو ته حاضر شي، خو سوله به نه کوي.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د نېټې له مشخصیدو سره سم باید اوربند هم وشي.

په سرمقاله کې راغلي چې د سولې په دریمه څلور اړخیزه غونډه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو بنسټ کیښودل شو او اوس په څلورمه غونډه کې هڅه کیږي چې له طالبانو سره د سولې په نورو اړخونو پرمختګ وشي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د څلور اړخیزو غونډو ګډونوالو باید تر اوسه طالبانو ته دا قناعت ورکړی وي چې هغوی د سولې له خبرو سره سم اوربند هم وکړي.

د ورځپاڼې په باور، که اوربند ونه شي نو د سولې روانې هڅې به د افغانانو هیلې پوره نه شي کړای.

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د پګواش کاناډایي موئسسې مشر هم د سولې په دې غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی دی.

د سرمقالې لیکوال ویلي، افغان حکومت له یوې خوا له طالبانو سره د سولې خبره کوي او بل لورته بیا داسې اخطارونه ورکوي چې ممکن طالبانو ته سیاسي ننګ پيدا کړي او د سولې له خبرو په شا شي.

په سرمقاله کې د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله لیکل شوي، که له نننۍ غونډې وروسته طالبان سولې ته شین څراغ ونه ښيي، دوی به له بلې تګلارې کار واخلي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي چې له جګړې ستومانه نسل او سوله.

په سرمقاله کې راغلي چې افغان ولس سولې ته هیله من دی، خو حکومت د سولې شورا ته داسې نوي کسان ټاکلي چې هیڅ د سولې لپاره د بریالیتوب هیلې نه ترې کیږي.

XS
SM
MD
LG