د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۰

ویسا: د کب ۳مه د افغانانو د مبارزو په تاریخ کې د عطف ټکی


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د سولې عالي شورا د رهبرۍ پلاوي د نوي تشکیل څرنګوالي او د کب درېیمې یا د کابل خلکو د پاڅون اغېزو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د سولې عالي شورا، زړه او بې خونده تکراري کیسه.

په سرمقاله کې راغلي چې نه د سولې عالي شورا نوی مشر پير سید احمد ګطلاني او نه هم د دغې شورا ټاکل شوي مرستیالان د سولې په ټینګښت کې اغېزمن رول لوبولی شي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د سولې عالي شورا نوی جوړښت د سولې لپاره نه دی، بلکې د پخوا په شان د سیاسي نارضایتۍ د ختمولو لپاره دی.

د ورځپاڼې په باور، د سولې عالي شورا غړي باید درېیم ګړي کسان وي او د شخصي امتیازاتو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د سولې تشریفاتي شورا نه شي کولای چې په هېواد کې سوله ټینګه کړي.

د مطلب لیکوال د نظر د یو شمېر خاوندانو په حواله لیکلي چې د سولې شورا نوی تشکیل تشریفاتي دی او مشر او نور نوي غړي یې دا ژبه نه لري چې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته قانع کړي.

په مطلب کې راغلي چې د سولې شورا نوې رهبري هم د پخوا په څېر د امتیاز اخیستو لپاره ټاکل شوې.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې د کب د درېیمې یا د کابل خلکو د پاڅون په اړه لیکلي چې دغه ورځ د افغانانو د مبارزو په تاریخ کې د عطف ټکی دی.

په مطلب کې راغلي چې د ۱۳۵۸ میلادي کال د کب په درېیمه د شپې مهال د کابل خلک خپلو بامونو ته وختل او وروسته یې په لارو او سړکونو کې د الله اکبر په نارو د وخت د حکومت او د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر ضد پاڅون پیل کړ.

د مطلب لیکوال ویلي چې د کب د درېیمې پاڅون د پخواني شوروي اتحاد او د وخت د حکومت پر ضد د پاڅونونو پيلامه وه او همدا پاڅونونه وو چې شوروي ځواکونه په افغانستان کې له ماتې سره مخ شول.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې وسله وال مخالفین او د دوی ملاتړي باید د کب د درېیمې نېټې له پاڅون څخه عبرت واخلي.

په سرمقاله کې راغلي چې هغه مهال خلکو د شوروي اتحاد د ځواکونو او د هغوی د لاسپوڅو پر ضد پاڅون وکړ او دا ځل که خلک نور له وژنو او ځورونو په تنګ شي، لیرې نه ده چې د پاکستان او د پاکستان د لاسپوڅو پر ضد هم پاڅون وکړي.

XS
SM
MD
LG