د کابل ښاروالۍ هغه پروګرام د خلکو له جدي عکس العمل سره مخ شو چې د بې پلانه لوړپوړو ودانیو د ورانولو لپاره یې پیل کړی دی.
کابل ښاروالۍ ویلي، د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر د فوق العاده استازي احمدضیا مسعود له پرېکړې سره سم، غواړي بې پلانه لوړپوړې ودانۍ ونړوي.
د کابل ښاروالۍ د یکشنبی په ورځ د خپل سرو او بی پلانه ودانیو د نړولو کار د ښار له لومړي ناحيي پیل کړ، خو د ښاروالۍ دغه کار د عامو خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو.
د کابل ښاروالۍ د ساختماني برخې د کنټرول رییس محمد سرور خبریالانو ته وویل چې دغه پروګرام د جمهوري ریاست له هدایت نه وروسته پیل شوی او تطبیق به شي.
نوموړي خبریالانو ته وویل، د هستوګنې په سیمه کې له جواز او پلان پرته د سوداګریزو ودانیو جوړول هغه څه دي چې ښاروالۍ یې اندېښمنه کړې او ورانولو ته یې اقدام کړی دی.
ښاغلي سرور زیاته کړه:
"که څه هم چې په ښار کې دا ډول ودانۍ کمې نه دې ډېری ابادۍ شوي دي، خلکو خپل کورونه او حویلۍ په سوداګریزو او هستوګنو ځایونو بدل کړي دي چې د ګاونډیو شرعی ستر ګواښي، د لمر مخه یې ورته نیولی ده، په خپل منځ کې یې جنجالونه را پیدا شوي دي، زه هیله من یم چې په دې پیل سره دغه ستونزې هوارې شي."
ښاغلی سرور وايي، په کابل ښار کې په سلو کې پنځه یا لس سلنه د هستوګنې ځایونه په غیر قانونی ډول جوړ شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته په خپل سفر کې امر وکړ چې له دې وروسته دې ټول خپل سري جوړ شوي کورونه ونړول شي.
ښاروالۍ د دغه پروګرام په لومړۍ ورځ غوښتل د لومړۍ ناحیې اړوند د منډوي په سیمه کې یوه نوې جوړېدونکې لوړپوړې ودانۍ ورانه کړي، خو د اوسېدونکو او دکاندارانو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د کابل ښار دغه اوسېدونکي وايي چې د دوی د ودانۍ کارونه د ولسمشر د حکم په اساس جوړ او په کار یې پیل کړي چې هېڅ څوک نشي کولی دوی د کار د خنډ لامل وګرځي.
دوه تنه دوکانداران چې د ودانیو کار یې روان و ازادي راډیو ته وویل:
"۱ـ په کابل ښار کې چې هر څوک قانون نه مني، قانون ته په سمه نه ګوری، معلومه خبره ده چې هغه زرور دی."
"۲ـ دوی موږ ته د پیسو او یا هم د لته د ځان شریکولو لپاره راغلي دي،د لسو لکو ډالرو مال مې اور اخېستی و، خو زموږ سره یې هېڅ مرسته هم نه ده کړې، په لکونو کورنۍ یوه مړه ډوډۍ نه لري، کله چې دغه ځای اور اخیستی و دوی چېرته وو زموږ ټول کار قانوني دی مکتوب لرم، درې ځایه یې مکتوب راکړی دی،خپله ولسمشر لاسلیک کړی دی."
دغه دو کانداران خبرداری ورکوي چې د دوی د ودانیو د ورانولو سره به دوی هم وژل کېږي او هېڅ کله به اجازه ورنه کړي چې دغه ودانۍ کابل ښاروالۍ ورانې کړي.
د خلکو له عکس العمل وروسته د کابل ښاروالۍ خبریالانو ته په ډاګه نه کړه چې د بې پلانه لوړپوړو ودانیو ورانول به دوام پیدا کړي او که نه؟
خو هغه افغان امنیتي ځواکونه چې په دغه سیمه کې وو وايي چې دوی دی ته چمتو دی ترڅو د هغه غیري پلاني ودانیو مخه ونیسي چې په خپل سرې ډول جوړېږی.
د کابل د لومړۍ حوزې امر سمنوال ګل رحیم صافي په دې اړه رسنیو ته وویل:
"د نقشی د وضع کولو کار دا دښاروالۍ پورې اړه لري، دا د پولیسو کار نه دی، موږ د دندو مشخصې لایحې لرو، که دوی اوس هم غوښتنه وکړي چې تخریبوي یې زه دی ته تیار یم چې امنیتي پرسونل د دوی تدابیر ونیسي."
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار په زیات شمېر سیمو کې په غیري قانوني ډول ودانۍ جوړي شوي او ویل کېږي چې تر ډېره د دغه ودانیو ځایونه عضب شوي دي.
راپور:محمد ابراهیم صافی