د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

کندز: د شیرخان بندر په صادراتو کې ۵۰ سلنه کمښت راغلی


د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو مدیر مسعود وحدت
د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو مدیر مسعود وحدت

په کندز کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې له دې ولایت څخه ملي او نړیوالو سوداګرو خپلې شتمنۍ ایستلې دي چې له کبله یې د شېرخان بندر په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه کمښت راغلی دی.

د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو مدیر مسعود وحدت له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له دې ولایته د پانګوالو د تېښتې له کبله د کندز اقتصاد ډېر زیانمن شوی دی.

ښاغلي وحدت زیاته کړه:

"په کندز کې پخوا نږدې ۴۰۰ تنو ملي او نړیوالو سوداګرو فعالیت درلود، خو په دې ولایت کې د شته ناامنیو له کبله یې خپل سوداګریز فعالیتونه کم کړي دي."

شېرخان بندر له تاجکستان سره په پوله د هېواد له مهمو او ستراتېژیکو بندرونو څخه دى چې سوداګريز مالونه ترې د امو سيند له پُله تر تېرېدو وروسته د افغانستان او منځنۍ اسيا د هېوادونو تر منځ صادر او واردېږي.

د وحدت د خبرو پر بنسټ چې په کندز کې د سوداګرو د نه خوندیتوب او د دوامداره ناامنیو له کبله د تېر کال په توپیر سږ کال د شېرخان بندر په صادراتو کې ۵۰ سلنه کمښت راغلی دی.

ښاغلی وحدت زیاتوي:

"زموږ د معلوماتو له مخې د تېر کال په توپیر سږ کال په صادراتي توکو کې ۵۰ سلنه کمښت راغلی دی چې دا په خپله دولت، سوداګرو او په ټوله کې د کندز خلکو ته یوه لویه اقتصادي ضربه رسولې ده."

په کندز کې یو شمېر سیمه ییز سوداګر بیا وايي چې اوس مهال په دې ولایت کې ډاډمن امنیت نه شته او ناامني د دې لامل شوې، څو سوداګر خپلې کورنۍ او شتمنۍ له کندزه نورو ولایتونو ته انتقال کړي ځکه چې بیا دغه ولایت سقوط ونه کړي.

یو شمېر سیمه ییز سوداګر وايي:

"۱- اوس مهال په کندز کې هېڅ سوداګر پاتې نه دی او که تازه نفسه سوداګر راشي نو هغه به څنګه دلته فعالیت وکړي، ځکه د ښار په ۵ کېلو مترۍ کې جګړه روانه ده."

"۲- یو شمېر سوداګر چې د کندز سقوط سره تللي تر اوسه بېرته نه دي راغلي او که حالت همداسې ادامه پیدا کړي، نو ښايي دلته هېڅ څوک هم پانګونه ونه کړي."

بل پلو په کندز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شېر عزیز کامه وال، د نوموړي ولایت خلکو او سوداګرو ته اطمینان ورکوي چې کندز بیاځلي سقوط نه کوي.

ښاغلی کامه وال زیاتوي:

"زموږ پولیس پوره وړتیا لري څو د سوداګرو امنیت وساتي همدارنګه سوداګرو ته د کار او فعالیت زمینه برابره کړي او اوس مهال سوداګر کولای شي پرته له کومې وېرې په کندز کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي."

خو څو میاشتې شوي چې په کندز کې سیمه ییز چارواکي تل وايي چې ډېر ژر په دې ولایت کې د وسله والو مخالفینو پر ضد پراخه چاڼیز عملیات پیلېږي، خو خلک او یو شمېر سوداګر بیا وايي چې تر اوسه پورې په عمل کې څه نه دي لیدل شوي او نور د دولتي چارواکو دغه شانته تشې خبرې نه شي زغملای.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG