د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

طالبانو د سولې د خبرو لپاره خپل شرايط مشخص کړل


طالبان وایي، د قطرپه پلازمینه دوحه کې د دوی سیاسي دفتر باید په رسمي توګه پرانستل شي، د مشرانو نومونه یې باید د ملګروملتونو او د امریکا د متحدو ایالتونو د بندیزونو له لست څخه وایستل شي او د ټولو پر سر اعلان شوې جایزې هم باید لغو شي.

دا او ځينې نور شرایط د طالبانو استازیو د افغانستان له حکومت سره د رسمي خبرو تر پیلیدو مخکې د هغو دوه ورځنیو خبرو په پای کې اعلان کړل چې د قطرپه پلازمینه دوحه کې د پګواش په نوم یوې مرستندویه نړیوالې ټولنې په نوښت د شنبې او یکشنبې په ورځو ترسره شوې.

په دغو خبرو کې په دوحه کې د طالبانو د دفتر استازیو او یو شمیر افغان سیاسي څیړو ګډون کړی و او د افغانستان د حکومت استازیو پکې برخه نه لرله.

طالبانو د دغو خبرو په اړه په یوې خبرپاڼه کې چې نن یې خپره کړې دغه راز پردې ټینګارکړی چې په قطرکې سیاسي دفتر یې یواځینۍ مرجع ده چې د دوی په استازیتوب به خبرې اترې مخ ته وړي.

د پګواش څیړونکې موسسې په نوښت د غه خبرې په داسې حال کې ترسره کیږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د رسمي خبرو د پیلیدو لپاره هڅې تیزې شوي دي.

تراوسه دوه ځلې د افغانستان، پاکستان، چین او د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون څلوراړخیز خبرې په کابل او اسلام اباد کې جوړې شوې او بله به یې هم د سلواغې په اولسمه په اسلام اباد کې جوړه شي.

د اسوشیتد پرس خبري اژانس په وینا په دغو خبرو کې طالبان حضورنه لري خو د خبرو ښکیل اړخونه په دې خبرې کوي چې د خبرو اترو لپاره یو میکانیزم رامنځ ته کړي.

د سولې د رسمي خبرو بهیرتیرکال وروسته له هغې په ټپه ودرید چې د طالبانو د پخواني مشرملاعمر د مړینې خبر خپورشو. د آژانس په وینا د دغه خبرله خپریدو سره نه یواځې داچې طالبان د سولې له خبرو ووتل، د مشرتابه پرسر یې هم په خپلو منځو کې لانجې راپورته شوې.

د اسوشتید پرس اژانس د راپور له مخې داسې انګیرل کیږي چې د طالبانو د قطر د دفتر غړي د طالبانو له نوي مشرملا اخترمنصورسره مستقیمه اړیکه لري چې د ملاعمر له مړینې وروسته یې ځان د دې ډلې نوی مشراعلان کړی دی.

طالبانو دغه راز د قطرد خبرو په اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې د سولې خبرو ته لیواله او ژمن دي خو په دې شرط چې پرافغانستان د بهرنیانو پوځي یرغل باید پای ته ورسیږي او په دې هیواد کې یوخپلواک اسلامي نظام رامنځ ته شي.

طالبانو د اسلامي نظام، ملي ګټو او د ارزښتونو په رڼا کې دغه راز د مدني ټولنوفعالیتونو، د بیان آزادیو او د ښځو حقونو ته د خپلې ژمنتیا یادونه هم کړی.

طالبانو دا هم ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د دوه اړخیزدرناوي پربنسټ له نړۍ سره د ښواړیکو غوښتونکی دی.

په خپره کړې خبرپاڼه کې طالبانو ویلي چې دوی نه غواړي چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او نه هم نورو ته د زیان رسولو لپاره له خپلې خاورې چاته دګټې اخیستو اجازه ورکوي.

د افغانستان حکومت تراوسه د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د دغو شرطونو په اړه څرګندونې ندي کړي خو له دې مخکې یې د خبرو اترو د پیلیدو لپاره هرډول شرایط رد کړی دي. د افغانستان حکومت پردې خبرې تل ټینګارکړی چې سوله به له هغو ډلو سره وکړي چې د افغانستان اساسي قانون په رسمیت وپیژني او په دې هیواد کې د بشري حقونو په ګډون په ټولو برخو کې د څه باندې یوې لسیزې لاس ته راوړونو درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG