د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

صدیقي: د کابل د ۸مې او ۱۲مې حوزو امرین له دندو ګوښه شول


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مرکز کابل د دوه امنیتو حوزو امران د وظیفوي غفلت له امله له دندو لرې کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت به د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره هغه افسران له دندو لرې کړي چې خپلې وظیفې په منظم او ښه شان سره نه ترسره کوي.

د دې وزارت چارواکي وايي چې د کابل ښار د اتمې او دولسمې حوزې امرین یې په دندو کې د غفلت له امله له وظیفو لرې کړي او ترې به پوښتنې ګروګنې هم وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ښو خدماتو د ارائه کولو لپاره په نورو ولایتونو کې هم دې پروسې ته ادامه ورکوي:

"داسې کسان به وي چې خپلې وظیفې په ښه شان سره نه شي تر سره کولای او یا د دوی نه پاملرنه د دوی ستونزې جوړوي؛ نو د کورنیو چارو وزیر یو اقدام هم همدا دی چې دا ډول تغیرات سرتاسري دي او په ټولو ولایتونو کې د تطبیق وړ دي؛ هر چېرې چې داسې کسان مشخص کېږي هغوی به خپلې دندې له لاسه ورکوي."

دا په داسې حال کې ده چې په مرکز کابل کې د اتمې امنیتې حوزې امر د دغې حوزې له مربوطاتو څخه د څو راکټونو په توغولو او د دولسمې امنیتي حوزې امر بیا د احمدشاه بابا مینې په سیمه کې د یو ښوونځي د سوځولو پیښې څخه د نه مخنیوي په تور له دندې لرې شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې د انجونو د دغې ښوونځي ساتونکی هم سوځول شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د روانې اونۍ په پیل کې هم له سلو ډېر د بندیخانو او توقیف خونو مسوولین په کار کې د ناغیړیو له کبله لرې او په ځای یې نور کسان ګمارلي وو.

دا لومړی ځل دی چې د یوې اونۍ په موده کې د کورنیو چارو وزارت اړوند یو سلو پنځه افسران او مسوولین د نه کیفایت او په دندو کې د غفلت له امله په کور کښېنول کېږي.

په همدې حال کې د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان د پولیسو په چوکاټ کې د چارو د ښه سمون به خاطر دا اقدام پر ځای بولي وايي چې د مجازاتو او مکافاتو بهیر یو حتمي امر دی چې باید تر سره شي.

یو له دې کارپوهانو عتیق الله امرخیل:

"ډېر مهم دی، که مجازات او مکافات نه وي او قانون عملي نه شي؛ نو بیا هېواد د ځنګل په قانون بدلېږي؛ که همداسې په ټولو حوزو کې پوښتنه وشي؛ هغه پېښې چې کېږي د هغې په اړه وپوښتل شي؛ زه یقین لرم چې ډېر اغزیمن تمامېږي."

عام خلک هم د کورنیو چارو وزارت دا اقدام ستایي خو ټینګار کوي چې د مکافاتو او مجازاتو پروسه باید شفافه او له ټولو سیاسي اړیکو پرته عملي شي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG