د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

مشرانو جرګې په کابل کې د یوه ښوونځي سوځول او د هغه د ساتونکي وژنه وغندله


په کابل کې د یوه ښوونځي د ساتونکي وژل او د هغه جسد ته اور اچول د افغانستان د مشرانو جرګې او خلکو جدي غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د سه شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې دغه عمل د منلو وړ نه دی او امنیتي مسوولین باید د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګلو ته وسپاري.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار وویل؛ د کابل امنیتي مسوولین باید په دې برخه کې ځواب ووايي:

"د احمد شاه بابا د ښوونځي سوځول موږ هم په شدیدو الفاظو غندو او د کابل امنیتي مسوولین باید سبا راوغوښتل شي او به عاجله توګه ورسره بحث وشي."

د کابل دولسمې ناحیې پورې اړوند د احمد شاه بابا مېنې یا ارزان قیمت په سیمه کې د احمدشاه بابا د نسوانو ښوونځی د پېښې محل دی چې حمله کوونکي د یاد ښوونځي یوه برخه هم سوځولې ده.

په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د ښوونځیو د سوځولو په اړه ګڼ راپورونه خپار شوي دي؛ خو دا لومړۍ ځل دی چې په کابل کې دا شان پېښه رامنځته کېږي.

په ورته وخت کې د کابل د جنايي څېړنو رییس "فریدون عبیدي" ازادي راډیو ته وویل چې د دغه قتل انګېزه شخصي ده او د وژل شوي کس جسد هم د ثبوت د پټولو په هدف سوځول شوی دی.

ښاغلی عبیدي وايي چې د دوی څېړنې لا هم روانې دي او د وژونکي د نیولو په هدف هڅې پیل شوې دي:

"دا موضوع یوه وژنه ده او تر ډېره شخصي انګېزه لري؛ موږ دا کاملاً ردوو چې د وسله والو له خوا دې ښوونځي سوځول شوی وي؛ هو اور لګېدلی، خو د ښوونځي د سوځولو په هدف نه، بلکې هغه چا چې وژنه کړې، هغه غوښتي چې په دې ډول د جرم اثار له منځه یوسي."

دغه پېښې د خلکو غصه هم راپارولې ده او دوی له امنیتي مسوولینو غوښتي چې په ښوونځیو کې دې له ورته پېښو مخنیوی وشي.

دوی وايي چې دا شان پېښې پر ماشومانو او ځلمکیو منفي اغېز لري او د ښوونځیو خوندیتوب ته باید ډېره پاملرنه وشي.

XS
SM
MD
LG