د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

د بګټي د وژنې په دوسيه کې پروېز مشرف او نورو ته برائت ورکړل شو


په کوټه کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف، ملتپال سياستوال افتاب شېرپاوو او د بلوچستان پخواني داخله وزير ته په هغه دوسيه کې برائت ورکړ چې ورباندې د سپين ږيري بلوڅ ملتپال نواب اکبر بګټي د وژنې تور پورې شوى وو. د اکبر بګټي زوى ويلي چي د محکمې دا پرېکړه ورته منظوره نه ده.

د نواب اکبر بګټي د وژنې قضيه د ده تر وژنې درې کاله وروسته په ٢٠٠٩م کال کې د بلوچستان د اعلى محکمې په سپارښتنه د ده د مشر زوى جميل اکبر بګټي له خوا په ډېره بګټي تاڼه کې درج شوه چې د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف په شمول يې د هماغه پوځي حکومت ګڼ شمېر چارواکي په کې د خپل پلار پر وژنه تورن کړل.

د دوشنبې په ورځ په کوټه کې د ترهګرۍ ضد محکمې د دغې دوسيې وروستۍ پرېکړه واوروله چې د پروېز مشرف په شمول يې هغو کسانو ته پکې برائت ورکړ چې د ده د پوځي واکمنۍ برخه وو او د نواب بګټي په وژنه کې په لاس لرلو تورن وو.

د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي جان محمد ګوهر د دې دوسيې په اړه لنډه پرېکړه واوروله او په قضيه کې يې د ادعا کوونکي له خوا د شواهدو نه وړاندې کولو له امله پخواني ولسمشر پروېز مشرف؛ د کورنيو چارو پخواني وزير آفتاب احمدخان شېرپاو او د بلوچستان د کورنيو چارو پخواني وزير مير شعيب نوشېرواني ته برائت ورکړ.

د دوى په شمول د پاکستان پخوانى صدراعظم شوکت عزيز، د بلوچستان پخوانى والي اويس غني، پخوانى اعلى وزير جام محمد يوسف او د ډېره بګټي سيمې مرستيال کميشنر عبدالصمد لاسي هم د بګټي د وژنې په تور په دې دوسيه کې تورن وو، له دوى څخه جام محمد يوسف- چي په ٢٠١٣م کال کې مړ شوى- هماه وخت له دوسيې ايستل شوى او پاته درې کسان محکمې پخپله پرېکړه کې له دې امله فرار اعلان کړل چې محکمې ته نه وو حاضر شوي.

جميل اکبر بګټي د دې دوسيې تر څنګ محکمې ته دا غوښتنه هم کړې وه چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې دي د ده د پلار قبر بيرته وکيندل شي او د جسد ډي اين اې معاينات دي وشي چې آيا واقعي په هغه قبر کې د ده پلار ښخ دى که بل څوک، خو محکمې د دوشنبه په ورځ پرېکړه کې د ده دا غوښتنه هم رد کړه او ويې نه منله.

د نواب اکبر بګټي د وژنې په دوسيه کې مدافع وکيل سهېل راجپوت د ترهګرۍ ضد محکمې دا پرېکړه له انصافه لرې وبلله او د پلټنونکيو ادارو پر څارنوالانو يې شک څرګند کړ. ده وويل چي د محکمې د پرېکړې په ضد به د بلوچستان اعلى محکمې او يا د پاکستان سترې محکمې ته عريضه وړاندې کوي.

نواب اکبر خان بګټى د جمهوري وطن ګوند مشر او د بلوڅو يو ملتپال سياستوال وو چې د بلوچستان د معدني وسايلو او ايالتي خپلواکۍ پر سر يې له حکومت سره مخالفتونه زيات شول، نو په ٢٠٠٥م کال کې غرونو ته وخوت او د ٢٠٠٦م د اګست پر شپږويشتمه د ډېره بګټي او کوهلو سيمو تر منځ په تراتاني سيمه کې په پوځي عملياتو کې و وژل شو.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG