د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د اېټالیا پر سفارت د توغندیز برید په پایله کې ۲ تنه ټپیان شوي


نن «یکشنبه» ماښام ناوخته د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د اېټالیا پر سفارت یو توغندی ولګېد چې د دغې پېښې په پایله کې د دغه سفارت د ودانۍ یوې برخې هم اور واخیست.

په سیمه کې امنیتي سرچینو چې نه یې غوښتل ورڅخه نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه د شپې د ۰۹:۴۰ دقیقو په شاوخوا کې رامنځته شوه او په دغې پېښه کې د دغه سفارت دوه تنه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې یو تن عیني شاهد و د سیمې اوسېدونکي په دې اړه زیاته کړه:

"ما د سفارت ساتونکو ته ټېلیفون وکړ او ومې ویل چې څه شوي، هغوی وویل چې په سفارت راکټ لږېدلی او دوه تنه ټپیان شوي دي. کله چې له کوره راووتم ومې لیدل چې ټپيان روغتون ته لېږدوي او د دفتر دروازه مې هم ماته شوې ده".

دا لومړی ځل نه دی چې په کابل ښار او د افغانستان په ولایتونو کې ډېپلوماټیک بنسټونه د حملو لاندې نیول کېږي، وړاندې له دې هم په مزار شریف ښار کې د هند پر قونسلګرۍ او په ننګرهار ولایت کې د پاکستان پر قونسلګرۍ حمله شوې ده.

تر اوسه د دغې برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG