د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له هغه اقدامه هرکلی کوي چې د داعش ډلې یو شمېراستازي یې په تور لست کې شامل کړي دي.
د دغه وزارت ویاند احمد شکیب مستغني نن ازادي راډیو ته وویل چې دا د امریکا له خوا یو مثبت او پرځای ګام دی چې اخیستل شوی.
وروسته له هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خراسان لپاره د داعش استازي په تروریستي لست کې شامل کړل، د امریکا دا اقدام د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له تود هرکلي سره مخ شو.
د دغه وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د امریکا د اقدام به له ترورېزم سره په مبارزه کې مرسته کوي.
"په تور نوملړ کې د تروریستي ډلو شاملول، یو نیک او مثبت ګام دی او د تروریستي ډلو پر وړاندې د ګټورې مبارزې په برخه کې مرسته کوي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړچې د اسلامي دولت هغه ډله چې ځان د خراسان ولایت لپاره د داعش استازي بولي د امریکا له لوري د تروریستانو په لیست کې شامل شوي دي.
د امریکا د متحدوایالتونو له قانون سره سم، هره ډله چې د بهرنیو تروریستي ډلو په لیست کې شامله شي، د هغې ډلې د غړیتوب په تور هر مشکوک کس تعقیبېږي.
په افغانستان کې د داعش ډلې چې اکثر غړي یې د افغانستان او پاکستان پخواني طالبان دي او مشري یې حافظ سعید کوي، د داعش له مشر ابوبکر بغدادي سره بیعت کړی او تېر میلادي کال یې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړ.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ وايي، دا ډله چې تر ډېره د افغانستان په ننګرهار ولایت په ځانګړي توګه د شینوارو، اچین او نازیانو ولسوالیو کې فعاله ده، ناوړه تروریستي کړنې ترسره کوي.
د سیاسي چارو افغان کارپوهان د امریکا له دې اقدام هرکلی کوي او وايي چې دا کار به د داعش پلویانو روحیه کمزورې کړي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وايي چې په تروریستي لیست کې د داعش استازو شاملول به د هغوی مالي او اقتصادي سرچیني هم محدودې کړي چې دا پرځای کار ده.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:
"زه فکر کوم چې په طبیعي ډول هر هغه اقدام چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو مالي، اقتصادي او تجهیزاتي چارې محدود کړي په ګټه ده، د هغوی روحیه هم کمزورې کوي."
د چارو بل کارپوه مطیع الله خروټي ازادي راډيو ته وویل چې امریکا باید له دې سره په خوا کې په افغانستان کې د داعش پرضد پوځي اقدام هم وکړي او له افغان حکومت سره د هغوی په اړه استخباراتي معلومات شریک کړي.
څه موده وړاندې ولسمشر اشرف غني هم ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال وویل چې داعش ډله ورته د منلو نه ده او ټینګار یې وکړ چې په وړاندې به یې منظم عملیات کیږي.
راپور: رحمت الله افغان