د ایران د دولتي ټلویزون په وینا، د دې هېواد انقلابي ګارډ هغه لس امریکايي ماڼوګان چې پرون یې نیولي وو؛ د معذرت تر غوښتنې وروسته، د خلیج په نړېوالو اوبو کې خوشې کړل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ماڼوګان (یوه ښځه او نهه نارینه) تر هغه وروسته چې څرګنده شوه چې په عمدي ډول د ایران اوبو ته نه وو وراوښتي؛ خوشې شوي دي.
د ایران د انقلابي ګارډ ځواکونو خبرپاڼه وايي:
"موږ ته څرګنده شوه چې دا امریکايي ماڼوګان چې نیول شوی وو؛ د ایران اوبو ته په قصدي ډول نه وو ننوتي؛ نو د بخښنې تر غوښتلو وروسته، په خلیج کې په نړېوالو اوبو کې خوشې شول."
د انقلابي ګارډ ځواکونو قوماندان علي فدوي نن د ایران له دولتي ټلویزیونه په وینا کې وویل:
"زموږ په څېړنو کې څرګنده شوه چې د امریکا دا بېړۍ د دښمنۍ؛ جاسوسۍ یا داسې بل کار لپاره نه وې راغلې بلکې د هغوی د نوېګېشن یا په لارښودونکي سیسټم کې ستونزې پيدا شوې وې. هغوی دا اعتراف کړی چې نه پوهېدل چې د ایران اوبو ته نږدې دي او دا ټوله مسئله په غیر قصدي ډول او د تخنیکي مشکلاتو پر اساس، پېښه شوې وه."
امریکايي چارواکو ویلي چې دواړه بېړۍ په یوه روزنيز پروګرام کې د ګډون لپاره د خلیج نړیوالو اوبو ته استول شوې وې او د دې پروګرام په ترځ کې له تخنیکي ستونزو سره تر مخامخ کېدو وروسته؛ د ایران فارسي ټاپو ته ور نږدې شوې وې.
د ایران د انقلابي ګارد د سمندري ځواکونو قوماندان علي فدوي نن وویل چې تر پېښې وروسته د ایران او امریکا پوځي او سیاسي چارواکو مذاکرې پيل کړې چې د دې کسانو له خوشې کېدو سره یې ډېره مرسته کړې ده.
"ټول خوشې شوي ماڼوګان په امن کې ساتل شوي او ښه پالنه یې شوې ده. هغوی ته تېره شپه اجازه وکړ شوې وه چې له نورو سره ارتباط ټینګ کړي او دلیل یې دا و چې پر دې مسئله د پوځي او سیاسي چارواکو ترمنځ خبرې روانې وې. د هغوی د غوښتنې پر اساس څېړنې وشوې."
ایران له واشنګټنه غوښتنه کړې وه چې معذرت ورڅخه وغواړي؛ خو لا نه ده معلومه چې واشنګټن له تهرانه معذرت غوښتی دی که یې نه دی غوښتی.
فدوي وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري پرون د دې مسئلې په اړه د خبرو لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ته ټلیفون کړی و.
فدوي وویل، ښاغلي ظریف د دې پيښې په اړه ډېر جدي موقف درلود او جان کري ته يې په زغرده وویل چې دا زموږ اوبه دي او تاسې باید معذرت وغواړی.