د پاکستان سياسي او پوځي مشرانو د سعودي عربستان د دفاع وزير ته ډاډ ورکړى چې پاکستان به د سعودي ځمکنۍ بشپړتيا ته د ګواښ پېښېدو په صورت کې د هغوى ترڅنګ ولاړ وي.
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان د دفاع زير وليعهد شهزاده محمد بن سلمان د يکشنبې په ورځ د پاکستان له سياسي او پوځي مشرانو سره په دوه اړخيزو اړيکو او ځينو نورو مساېلو د خبرو لپاره په يوه ورځني سفر اسلام اباد ته راغلى و.
دا په تېرو څلورو ورځو کې اسلام اباد ته د سعودي عربستان د جګپوړي چارواکي دويم سفر دى. تر دې مخکې د روانې مياشت په ٧مه نېټه د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير عادل الجُبير هم اسلام اباد ته سفر کړى و.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې په يوه خپور کړي بيان کې ويلي چې شهزاده محمد بن سلمان د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره په ليدنه کې په دوه اړخيزو دفاعي اړيکو سربېره د سيمې په عمومي امنيتي وضعيت هم خبرې کړي.
بيان کاږي چې ښاغلي راحيل شريف د سعودي عربستان د دفاع وزير ته ويلي چې پاکستان له سعودي او نورو خليجي هېوادونو سره د ورورولۍ اړيکې لري او ددغو هېوادونو امنيت ته ځانګړى اهميت ورکوي.
نوموړي همدار از يو ځل بيا پر دې خبرې ټينګار کړى چې د سعودي عربستان ځمکنۍ بشپړتيا ته د ګواښ په صورت کې به پاکستان د هغوى ترڅنګ ولاړ وي او دې ته سخت ځواب ووايي.
د سعودي عربستان چارواکيو اسلام اباد ته سفرونه په داسې وخت کې ډېر کړي چې په دې وروستيو کې د سعودي او ايران تعلقات ترينګلي شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سفارتي تعلقات هم شلېدلي دي.
دا تعلقات تر هغې وروسته ترينګلي شوي چې د سعودي عربستان حکومت په دې هېواد کې يو پېژندل شوى شيعه عالم نمر النمر اعدام کړ چې دې ګام په ايران کې د خلکو غوسه راوپاروله او په تهران کې يې د مظاهرې پرمهال د سعودي عربستان سفارت ته اور ورته کړ.
له بلې خوا د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، صدراعظم نواز شريف له شهزاده محمد بن سلمان سره په ليدنه کې د سعودي په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد د ٣٤ اسلامي هېوادونو د پوځي اېتلاف هرکلى کړ او همدا راز يې د ايران او سعودي د کړکېچ پر سوله ييز حل ټينګار کړى دى.
ښاغلي شريف همداراز د سعودي عربستان د دفاع وزير ته ډاډ ورکړى چې هېواد يې له سعودي سره کلتوري، مذهبي او تاريخي اړيکي لري او ددې هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا ته د ګواښ پېښېدو په صورت کې يې ترڅنګ ولاړ وي.
د يادونې وړ ده چې د تهران او رياض ترمنځ د تعلقاتو تر خرابېدو وروسته پاکستان بيا بيا ويلي چې دواړه هېوادونه دې ددغې شخړې د سوله ييز اواري لپاره هلې ځلې وکړي او ټينګار يې کړى چې ددغو دواړو هېوادونو له شخړې به ترهګر ګټه پورته کړي.
راپور: ذبيح مومند