د هند صدراعظم نريندرا مودي د شنبې په ورځ په پټانکوټ کې د هند د هوايي ځواک پوځي اډه وکتله.
هندي چارواکي ګومان کوي د پټانکوټ پر پوځي اډې په بريد کې به هغه وسله وال لاس لري چې په پاکستان کې په دېره جيش محمد سخت دريځې ډله پورې اړه لري.
د فرانسې خبري اژانس ليکي، جيش محمد سخت دريځې ډلې په ٢٠٠١م کال کې د هند پر پارلمان حمله کړې وه چې دواړه هېوادونه يې جګړې ته سره نژدې کړي وو.
تر دې مخکې د هند اپوزيسيون کانګرس ګوند انتقاد کړى و چې ظاهراً په امنيتي برخه کې خلا او ناغيړۍ سخت دريځو وسله والو ته زمينه برابره کړه چې په پټانکوټ پوځي اډه کې چې په ستراتيژيک لحاظ ډېر اهميت لري؛ نفوذ وکړي.
امنيتي ځواکونو د جمعې په ورځ وويل؛ دوى د پلټنې تر پراخو عملياتو وروسته دغه پوځي مرکز تصفيه کړى دى.
تېره اوونۍ د پېښې په لومړيو کې د هند صدراعظم نريندرا مودي د پټانکوټ پر پوځي اډه بريد د بشريت د دښمنانو کار وباله:
تېره اوونۍ په پټانکوټ کې د هند د هوايي ځواک پر اډه په داسې حال کې بريد وشو چې تر هغه يو څو ورځې مخکې د هند صدراعظم نريندرا مودي پاکستان ته تاريخي سفر وکړ او د دواړو سيالو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه کېدو هيلې يې زياتې کړې.
خو په پاکستان کې د هندوانو شورا يوه مشر او د ملي اسمبلۍ غړي "ډاکټر رميش کمار وانکواني" رويترز خبري اژانس ته وويل کله هم چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د امن او سولې هيلې پيدا شي؛ د پټانکوټ حملې ته ورته پېښې کېږي:
”دواړه اټومي قوتونه دي، دوى دواړو احساس کړې ده چې کله د امن پر لوري ګام اخلي دغسې پېښې کېږي. دا کوم قوتونه دي چې موږ په خپلو کې جنګول غواړي؟ په دې تړاو د پاکستان صدراعظم نواز شريف ښه پرېکړه وکړه چې د هند صدراعظم ته يې ټليفون وکړ او د پوره همکارۍډاډ يې ورکړ. ښاغلي مودي هم مثبت ځواب ورکړ.“
مودي تېره اوونۍ له پاکستان نه غوښتنه وکړه، څو د هغو کسانو په وړاندې اقدام وکړي، چې پر پټانکوټ په حمله کې لاس لري.
مودي ويلي چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف ورته ډاډ ورکړى، چې حکومت به يې په دې برخه کې چټک او غوڅ اقدام کوي.