د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

"په اسلام اباد کې به ۴اړخیزه غونډه د سولې د څرنګوالي په اړه وي"


د سولې خبرو ته د چوکاټ ټاکل او له طالبانو سره د سولې د خبرو د څرنګوالي معلومول، د اسلام اباد د څلور اړخیزې غونډې لپاره د افغان حکومت د اجنډا مهم ټکي دي.

جمهوري ریاست وایي چې د دغې غونډې نتیجو ته هیله من دي او د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی ګډون په کې کوي.

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وایي، حکومت باید په پیاوړې اجنډا او پیاوړې کاري ټيم سره په دې څلور اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په څلور اړخیزه غونډه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل په اړه بحث کیږي او د جګړې د پای ته رسیدو لپاره په کې طالبانو ته مهلت ورکول کیږي.

جمهوري ریاست وايي، کابل، اسلام اباد، بیجینګ او واشنګټن پریکړه کړې چې په دې غونډه کې به طالبان ګډون نه کوي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند ظفر هاشمي د پنجشبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د دې غونډې هدف د سولې د څرنګوالي لپاره د میکانېزم رامنځ ته کول دي، دغه راز د هغو اقداماتو تثبیت او ارزیابي هم په کې کیږي چې د افغانستان په قضیه کې شریک هېوادونه یې کوي، دا په دې معنی چې هغه اقدمات او ژمنې چې کیږي هغه به د یوه چوکاټ له لارې تعقیبیږي چې عملي کیږي او که نه."

له دې وړاندې ولسمشر اشرف غني ویلي چې د څلور اړخیزو غونډو لومړی پړاو به د جنورۍ په یوولسمه په اسلام اباد او دویم پړاو به یې په کابل کې ترسره کیږي.

پاکستان هم له دې وړاندې ویلي چې په دې څلور اړخیزه غونډه کې به له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پيل په اړه خبرې کیږي او د سولې د خبرو ابتکار به هم د افغان حکومت په اختیار کې وي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې له څلور اړخیزې غونډې مخکې به د افغانستان او پاکستان پلاوي دوه اړخیزه ناسته ولري او په خپل منځینو اختلافاتو او ستونزو به خبرې وکړي.

ولسمشر اشرف غني هم ویلي چې د دې غونډې نتیجو ته هیله من دی او پاکستان ورسره ژمنه کړې چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، وبه ځپل شي.

د سیاسي چارو کتوونکی سراج الحق سراج بیا وایي چې افغان حکومت باید له یوه پیاوړې دریځه په دې غونډه کې برخه واخلي:

"دا خبرې شاید خپل اغیز ولري، حکومت باید په یوې پياوړې اجنډا او پیاوړي کاري ټیم سره دې غونډې ته ولاړ شي او د غونډې نتیجو ته وخت مشخص کړي، د سولې په خبرو کې باید د پاکستان پوځي چارواکي شامل وي، یو مخکینی شرط باید دا موجود وي چې د پاکستان پوځ باید ژمنه وکړي چې که وسله وال طالبان سولې ته نه حاضریږي دوی به فضا پرې تنګوي، ځالې به یې له منځه وړي او افغان حکومت ته به یې سپاري."

د وسله والو مخالفینو د پټڼ ځایونو له منځه وړل، افغان حکومت ته د وسله والو مخالفینو سپارل او د سولې په برخه کې د پاکستان همکارۍ ته مهلت ټاکل، هغه څه دي چې د ښاغلي سراج په وینا افغان حکومت یې باید د مخکینو شرطونو په توګه پاکستان ته وړاندې کړي.

له طالبانو سره د سولې خبرې په داسې حال کې پيلیدونکې دي چې په دې وروستیو کې په کابل او یوشمیر ولایتونو کې د دغې ډلې فعالیتونه او حملې زیاتې شوې دي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، د طالبانو دغه ډول حملې به په هیڅ ډول د سولې په خبرو کې هغوی ته د امتیاز ورکولو لامل نه شي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG