د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د تېرو اتو ورځو راهيسې عمليات پيل شوي دي او خلک شکايت کوي چې وسله وال او افغان ځواکونه يې له کورونو څخه د مورچو استفاده کوي او په دې اړه ولايتي شورا، بشر حقونو او مدني ټولنو يوه خبري ناسته وربللې وه.
په پکتيا کې د بشر حقونو اداره، ولايتي شورا، مدني ټولنې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې له ولسمشرۍ ماڼۍ او ولايتي ادارې څخه غوښتنه کوي چې د جګړې په ساحه کې د ملکي خلکو ژوند او تاسيساتو ته پام وکړي.
په سوېل ختيځ زون کې د بشر حقونو ادارې وياند عادل عزيزي د دې خبري ناستې په ترڅ کې د پکتيا زرمت ولسوالۍ د روانو عملياتو پر مهال د عامو خلکو د کورونو څخه د مورچل په توګه د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري د استفادې يادونه کوي وايي:
”په زرمت ولسوالۍ کې د ملي پوځ د وروستيو عملياتو په اړه تېره ورځ خبر شو او خبر وو، د وژل شوو او ټپيانو په اړه خپله اندېښنه څرګندوو او بله لويه ستونزه چې د ملکي او عامه تاسيساتو او کورونو څخه د مورچل په توګه د ملي پوځ او مقابل لوري يې د ګټې اخيستنې کلکه غندنه کوو او وايو چې دا د بشرحقونو د نړېوالو قوانيونو او اعلاميو څخه سرغړونه ده او د اسلامي ارشاداتو خلاف عمل هم دی“.
نوموړی زياتوي چې په دغو عملياتو کې د جګړې قانون ته هېڅ ډول پاملرنه نه کيږي او د جګړې ښکېلې خواوې، وسله وال طالبان او افغان ملي ځواکونه د خلکو له کورونو څخه د مورچلونو استفاده کوي او خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ياده خبري ناسته کې د پکتيا ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل هم د زرمت په عملياتو کې خلکو ته د اوښتو زيانونو يادونه وکړه او ويې ويل چې که د عملياتو پر مهال د خلکو ژوند ته پام ونه شي راتلونکې ستونزې به يې ډېرې زياتې وي:
”چاڼيز عمليات روان دي چې په ترڅ کې يې د طالبانو د يو سرګروپ په ګډون، درې تنه نور وژل شوي او ګڼ يې ټپيان دي او په دې کې د اردو دوه تنه ټپيان شوي دي او نهه تنه ښځې او ماشومان شهيدان شوي دي او نورو عامو خلکو ته زيان اوښتی او ټپيان شوي هم دي، په دواړو ښکېلو غاړو غږ کوو چې د عامه تاسيساتو څخه دې د مورچلونو ګټه نه اخلي، هسې نه چې زموږ نور خلک مرګ ژوبله وويني.“
په دې خبري ناسته کې د پکتيا مدني ټولنو په استازولۍ د پکتيا فرهنګي مرکز مشر سيدجمال اصف خيل د جګړې او عملياتو په ځای کې د خلکو روان ژوند تريخ وګاڼه او د خلکو خونديتوب غوښتنه يې وکړه:
”په زرمت کې خلک له تېرو دوو هفتو راهيسې له ستونزو سره مخ دي، خلک خوراکي توکي نه لري، هېڅ ډول روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري او څوک يې غږ هم نه اوري، موږ له مرکزي حکومته غوښتنه کوو چې د عملياتو پرمهال دې، د خلکو ژوند د پام په خاطر په خپلو ولايتي ادارو فشار زيات کړي او کنه خلک به له ډېرو ستونزو او کړاونو سره مخ شي.“
دا خبري ناسته په داسې مهال جوړيږي چې له تېرو اتو ورځو راهيسې د زرمت ولسوالۍ په سهاکو سيمه کې د افغان ځواکونو له لوري عمليات پيل شوي او د عملياتو په ترڅ کې يې د نظرخاوندانو په خبره عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
موږ هڅه وکړه چې په روانو عملياتو کې د خلکو ژوند ته د اوښتو زيانونو په اړه په پکتيا کې د سوېل ختیځ زون د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندانۍ نظر هم ترلاسه کړو، خو سره له پرلپسې هڅو يې د نظر په اخيستو بريالي نه شو.
راپور- داود تپان- پکتيا