د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

ولسي جرګه د ظاهر قدیر د ادعاوو د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکي


د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه کړې چې د دغې جرګې د لومړي مرستیال ادعاوو د ثابتولو لپاره د هېواد ختیځو ولایتونو ته یو پلاوی لیږي.

د ظاهر قدیر وروستیو څرګندونو او د هغه له لوري د ځينو اسنادو خپرولو ولسي جرګه اړه کړي چې د ښاغلي قدیر ادعاوو د روښانه کولو لپاره ننګرهار ولایت ته پلاوی ولېږي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر څه موده وړاندې ادعا وکړه چې د مشکوکو هلیکوپټرو له لوري په ننګرهار کې وسله وال کسان ښکته کېږي او دولتي ځینې چارواکي له داعش سره مرسته کوي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د چهارشنبې ورځې په غونډه کې دا ډول څرګندونې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ چې په دې اړه باید هر اړخېزې څېړنې تر سره شي:

"د هغو اوازو په اړه چې د ختیځو ولایتونو په اړه بیا بیا دلته تکرار شوې؛ پنځه کمیسیونونه دې یو پلاوی وټاکي او دارالانشا ته دې یې وروپېژني تر څو د سفر سهولت یې برابر کړي؛ دا پلاوی دې ولاړ شي او له نږدې نه دې حالت وګوري او له خلکو څخه د دقیق معلومات راټول کړي؛ تر څو ثابته شي چې دا ادعاوې تر کومه حده رښتیا دي؛ تر څو عملي اقدامات تر سره کړو."

د دغې جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر له دې وړاندې ویلي چې د ننګرهار په ډېرو ولسوالیو کې خلک د داعش له ظلمونو په تنګ راغلي او دا ډله غواړي چې په دغه ولایت کې هسته جوړه کړي.

ښاغلي قدیر یو شمېر دولتي چارواکي له دغې ډلې څخه په ملاتړ هم تورن کړي او وايي چې خپلو کسانو ته یې د هغو مشکوکو هلیکوپټرو د ویشتو ویلي چې نامعلوم وسله وال کسان ننګرهار ته لېږدوي.

په دې اړه د نوو پلټنو تابیا داسې وخت نیول کېږي چې څو ورځې وړاندې داعش وسله والو د ظاهر قدیر د څو تنو ملاتړو پاڅون کوونکو سرونه پرې کړل.

پاڅون کوونکو هم د داعش ډلې اړوند د څلورو کسانو سرونه له تنې جدا کړي وو چې دې لړۍ د بېلابېلو خلکو ګڼ غبرګونونه راوپارول.

بل خوا د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویلي چې د داعش ډلې په وړاندې د دوی عملیات روان دي او یواځې په تیرو څو ورځو کې یې د دغې ډلې ۱۵۰ کسان وژلي دي.

په همدې حال کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې ولسي جرګه او یا هر بل بنسټ کولی شي د حقیقت موندلو لپاره شفافې څیړنې وکړي.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي:

"دا مهمه موضوع ده او افغان حکومت په ډېرې بیړې سره هیات وټاکه تر څو پلټنې پیل کړي چې کار یې لا هم دوام لري؛ خو که هر بل بنسټ یا ډله غواړي په دې برخه کې مرسته وکړي؛ موږ یې هر کلی کوو د افغانستان ولسي جرګه هم دا حق او صلاحیت لري."

له دې وړاندې افغان حکومت د ظاهر قدیر دا ډول څرګندونې بې بنسټه بللي؛ خو ټینګار یې کړی چې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره پوځي عملیات پراخوي.

له دې ټولو سره چې د ظاهر قدیر څرګندونو د خلکو په منځ کې ګڼې اندېښنې راپارولي اوس به ولیدل شي چې څېړونکي ډلې په دې اړه څه نتیجو ته رسېږي او هلته د ستونزو لاملونه څه دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG