امریکا او اروپايي اتحادیه وايي، د سعودي عربستان د حکومت له خوا د مشهور شیعه ملا شیخ نمر النمر اعدام کیدای شي په سیمه کې فرقه يي کړکیچ ته لمن ووهي.
اروپايي اتحادیې د دغه ملا په اعدام چې د تهران او ریاض روابط یې نورهم کړکیچن کړل انتقاد وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي وویل چې واشنګټن د نمر اعدام ته ځکه ځانګړې اندېښنه لري چې کیدای شي په سیمه کې اوسني فرقه يي تاوتریخوالي ته چې د کمولو اړتیا یې ده لمن ووهي.
امریکا له سعودي عربستان وغوښتل چې بشري حقوقوته پام او درناوی یې وکړي.
شیخ نمر النمر د هغو ۴۷ کسانو څخه وو چې د ترورېزم او ترهګرې د جرمونو په ارتباط پرون په سعودي عربستان کې اعدام شول.
العربیه تلویزیون د دغو کسانو د اعدامېدو اعلان داسې خپور کړ:
"د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ۴۷ ترورېستانو او ترورېزم پاروونکو کسانو په حق کې د قصاص د نافذېدو اعلان وشو. دغه کسان د سعودي عربستان په ۱۲ سیمو کې اعدام شوي دي. په دغو ترورېستانو باندې په دولتي ملکي او پوځي تاسیساتو د بریدونو او د ملکي او پوځي خلکو د وژنې تور لګول شوی وو. دغه راز دوی د پاروونکو افکارو په خپرولو تورن شوي وو. اکثر اعدام شوي تروریستان د سعودي عربستان دي خو یو په کې مصري او یو کس هم د چاد دی."
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي:
"امریکا د سعودي عربستان له حکومته دا هم غواړي چې مخالفینو ته د سوله ییز بیان ازادي ورکړي او له دغو اعدامونو وروسته د احتمالي کړکیچونو د لرې کولو لپاره د ټولنې له ټولو مشرانو سره همکاري وکړي."
دغه راز د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د ادارې مشرې فیډریکا موغریني وویل:
"په ځانګړي توګه د شیخ نمر النمر قضیه د بیان د ازادي او د مدني او سیاسي اساسي حقوقو د ساتنې په هکله جدي اندیښنې رامنځ ته کوي او دغو حقوقو ته ښایي په ټولو حالاتو او د ترورېزم ضد مبارزې په چوکاټ کې هم پاملرنه وشي."
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشرې وویل چې د شیخ نمر اعدام په سیمه کې د فرقه يي کړکیچ پراختیا ته لمن وهي.
فیډریکا موغریني وویل چې اروپايي اتحادیه د اعدام سزا چې هر ډول وي ورسره مخالفت لري.
هغې د سعودي عربستان له حکومته وغوښتل چې د خپل هېواد د مختلفو پرګنو ترمنځ سوله او روغه پیاوړي کړي.
وروسته له دې چې ریاض اعلان وکړ چې شیخ نمر النمر یې د ترورېزم او ترهګري په جرم اعدام کړی، ایران خپل سیمه ییز سیال هېواد سعودي عربستان د ترورېزم او ترهګري په ملاتړ تورن کړ.
د ایران بهرنیو چارو وزارت تور ولګاوه چې د سعودي عربستان حکومت په داسې حال کې چې دننه په هېواد کې خپل منتقدین اعداموي په سیمه کې د تروریستانو او افراطي سني ډلو ملاتړ کوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جابر انصاري ریاض ته خبرداری ورکړ چې د خپلو دغو پالېسیو درنه بیه به پریکړي.
د ایران دولتي تلویزیون وویل چې بهرنیو چارو وزارت د نمر په اعدام باندې د اعتراض څرګندولو لپاره په تهران کې د سعودي عربستان شارژادافیر احضار کړ.
وروسته د سعودي عربستان حکومت په ریاض کې د ایران سفیر احضار کړ او د هغه څه له کبله یې خپل شدید اعتراض ورته څرګند کړ چې په سعودي عربستان کې یې د اعدامونو د تنفیذ په هکله د تهران له دښمني ډکې څرګندونې وګڼلې.