د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۱

"حکومت باید د سولې د بهیر په اړه ملي شورا ته معلومات ورکړي"


د افغانستان د ولسي جرګې ادارې پلاوی له حکومت څخه غواړي ترڅو د سولې پروسیې په اړه د افغانستان ملي شورا او ملت ته معلومات ورکړي.

د افغانستان ولسي جرګه په هېواد کې د وسله والو مخالفانود بېلابېلو ډلو حضور ته په اشاره وایي چې د دوی له یوې ډلې سره خبرې نه شي کولای چې په هېواد کې سوله ټینګه کړي.

د دې جرګې رییس د شنبې ورځې په عمومې غونډه کې ټینګار وکړ چې حکومت باید د سولې پروسه د ملي شورا او افغان ملت سره په سلا مشورو پرمخ یوسي:

"سوله ملي پروسه ده، د افغانستان ملت سره تړاو لري، حکومت مکلف دی چې د سولې پروسې په تړاو د افغانستان ملي شورا چې د خلکو استازي دي دقیقاً په جریان کې وساتي چې څنګه سوله او بالاخره د سولې په پای کې د افغانستان خلکو ته د یوې سراسري سولې شاهدان اوسو."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ټاکل شوې څه باندې یوه اونې وروسته د افغانستان؛ پاکستان، چین او امریکا په ګډون څلور اړخیزې غونډه جوړه شي.

ولسمشر غني ویلي چې د دغو څلور اړخیزو خبرو لومړۍ غونډه به د جنورۍ په ۱۱مه په اسلام آباد او دویمه به یې په کابل کې جوړه شي.

ولسمشر اشرف غني همدارنګه ویلي چې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز راحیل شریف د وروستي سفر پر مهال دا پرېکړه هم شوې چې د سوله خوښوونکو او جنګ خوښوونکو طالبانو ترمنځ باید توپير وشي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر وویل چې د هېواد په داخل او خارج کې د ځینو منابعو د معلوماتو له مخې د داعش ډلې پیاوړتیا ترشاه بهرني لاسونه شته او قرباني افغانان ورکوي.

نوموړي همدارنګه د سولې او حګړې د پالیسۍ په جوړولو هم ټينګار وکړ:

"حکومت دې خپل د سولې او جنګ پالیسي او استراتیژي په ډير دقت سره او د ملت کور سره په مشوره د ملي ګټو د خوندي کولو پر بنا جوړه کړي؛ د ملت استازي او نور ټول سیاستوال دي د ملي یووالي د ټینګښت او خلکو ته د حقیقت د رسولو ترڅنګ خپل منځي رقابتونو څخه لاس واخلي."

وموغوښتل چې د ولسي جرګې د غوښتنو په اړه د حکومت نظر هم ولرو خو په دې هکله حکومتی چارواکو خبرې ونه کړې.

خو له دې وړاندې افغان چارواکو ویلي چې د سولې د خبرو په اړه له ملي شورا، خلکو او بیلابیلو مدني بنسټونو سره لازمې مشورې کېږي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د سولې پروسې د پرمخ بیولو لپاره هڅې زیاتې شوي او پاکستان هم یوځلې بیا ژمنه کړې چې افغان حکومت سره په دې برخه کې مرسته کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG