کابل یو ځل بیا د جمعې ورځې په ماښام شاوخوا ۰۵:۰۰ بجې د څلورمې امنیتي حوزې د تایمني په نهم سړک کې د یوه موټر بمب درنې چاودنې شاهد و.
د کابل ښار امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دغې چاودنه کې کابو ۱۷ تنه ملکي وګړي ټپیان او دوه تنه نور وژل شوي دي.
ښاغلی رحیمي وايي:
"دغه چاودنه د یوه موټر بمب له امله وه چې په هغې کې د سیمې یو شمېر استوګنیز کورونه هم نړېدلي دي او په یاده پېښه کې له ۱۵ څخه تر ۱۷ تنو ټپيان شوي او زموږ دوه تنه نور هېوادوال چې یو یې ۱۳ کلن او بل یې له ۲۰ څخه تر ۲۵ کالو عمر درلود شهیدان شوي دي".
ښاغلي رحیمي دې ته په اشارې سره چې د ټپيانو په ډله کې داسې کسان هم شته چې د ښیښو له امله ټپیان شوي دي څرګنده کړه چې د دغې حملې هدف د ملکي وګړو یو هوټل و.
هغه زیاته کړه:
"د انسانیت او بشریت د دښمنانو هدف د تایمني د باغ په نوم یو هوټل و چې تر ډېره ملکي او عادي کسان هلته تګ راتګ کوي".
نېږدې درې اوونۍ وړاندې هم د کابل ښار په شېرپور سیمه کې د اسپانیوي وګړو پر مېلمستون یوه حمله وشوه. په دغې حمله کې یوه انتحاري حمله کوونکي لومړی له ځان سره شته چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او درې تنو نورو انتحاري حمله کوونکو ته یې لاره خلاصه کړه ترڅو مېلمستون ته ننوځي چې په دغې حمله کې د یه یوه اسپانیوي وګړی په ګډون څلور تنه پولیس هم ووژل شوو.
تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.