د لوګر ولايت د بابوس په سيمه کې يو شمېر وسلې افغان ځواکونو نيولې دي.
د لوګر ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دې ولايت د پياروخېلو په سيمه کې يې د وسلو دوه ډيپوګان نيولي دي.
د لوګر امنيه قومندان مل پاسوال داود احمدي رسنيو ته په خبرو کې وويل چې د ملي پوليسو د ځانګړو کشفي معلوماتو او طرحه شوو عملياتو په نتيجه کې يې دغه وسلې لاسته ورغلې دي:
"لکه څرنګه يې چې تاسې دلته له نږدې ګورئ، د هغو کشفي راپورونو پر اساس چې زموږ منسوبينو لرل، موږ عمليات پلان کړل او په اساس مو يې دغه وسلې له دې ډيپوګانو لاسته راغلي دي."
نوموړی دا هم وايي چې د وسلو په دې ډيپوګانو کې يې يو اسپينجنين توپ، درې ميله روسي پيکا، يو ميل دهشکه، درې ميله فالتو دهشکه، ۲۰ صندوقه د پيکا مرمۍ،۱۰۱ يو فير د راکېټ انداز مرمۍ،۳۸ فيره د هوان مرمۍ، پينځه دانې د ۷۵ ملي متري توپ مرمۍ، ۱۶ فيره د چرکي هاوان مرمۍ هم د دوی لاسته ورغلې دي.
دغه امنيتي چارواکي دا هم وايي، چې د سيمې د قاچاق وړونکو له خوا يې په دغه ولايت کې ډېر نشه يي توکي هم لاسته ورغلي او سوځولي دي.
دا خبر په داسې مهال ورکول کيږي، چې د لوګر ولايتي اداره په ياد ولايت کې د امنيت راوستو په خاطر ځانګړي پلانونه لري.
راپور- داود تپان