د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

په ۲۰۱۵م کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۱۰ خبريالان وژل شوي


د بې پولې خبريالانو د راپور له مخې سږ کال په ټوله نړۍ کې ۱۱۰ خبريالان وژل شوي دي.

له دغو خبريالانو څخه سږ کال ۶۷ د خپل کار پر مهال ووژل شول او نور ۴۳ په داسې حالاتو کې وژل شوي چې نا څرګنده دي. د دغې څارونکې ادارې په وينا، ۲۷ نور غير مسلکي خبريالان او اووه نور د رسنیو کارکوونکي هم وژل شوي دي.

د هدف ګرځېدونکو خبريالانو شمېر ځکه دومره زیات دی چې دوی قصداً تر بريد لاندې راوستل کيږي او دا په دې مانا دی چې د رسنيو د کارکوونکو د خونديتوب لپاره کار نه دی شوی. په راپور کې له ملګرو ملتونو غوښتنه شوې چې بايد په دې اړه اقدامات وکړي.

په ځانګړې توګه راپور د غير دولتي ډلو د رول پر زياتېدو رڼا اچولې ده؛ د بيلګې په توګه جهادي ډلې لکه اسلامي دولت سخت دريځه ډله چې د خبريالانو پر ضد په حملو کې لاس لري.

د راپور له مخې، په ۲۰۱۴م کال کې له درو څخه دوهمه برخه خبريالان په جګړه ځپلو هېوادونو کې وژل شوي؛ خو په ۲۰۱۵م کال کې برعکس په درو کې دوې برخې خبريالان په نسبتاً ارامو هېوادونو کې وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې؛ د بې پولې خبريالانو عمومي منشي کريسټوف ډيلوير ويلي:

"د خبريالانو د خونديتوب لپاره د نړېوال قانون د پلي کولو لپاره يو ځانګړی ميکانيزم جوړل اړین دي."

د ده په وينا، غير دولتي ډلې هدفي تلفات پېښوي او ډېری حکومتونه د نړيوالو قوانينو احترام نه کوي.

د راپور له مخې، سږ کال د يو سل او لسو خبريالانو وژل کېدل بيړنۍ پاملرنې ته اړتيا لري. د خبريالانو د خونديتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی بايد بې له ځنډه وټاکل شي.

په هدفي وژنو کې په نخښه شوي ۶۷ خبريالان د ۲۰۰۵م کال راهيسې په هدفي وژنو کې د خبريالانو شمېره ۷۸۷ ته رسوي. په ۲۰۱۴م کال کې ۶۶ دغسې پيښې شوي وې.

سږ کال د خبريالانو لپاره عراق او سوریه تر ټولو خطرناک هېوادونه وو چې يوولس خبريالان په عراق او لس خبريالان په سوريه کې وژل شوي.

په دغه فهرست کې فرانسه هم راځي چې په کې اته خبريالان د جهاديانو له خوا په جنورۍ مياشت کې د شارلي ابدو پر دفتر په حمله کې ووژل شول. د بې پولې خبريالانو د راپور له مخې، هغه پېښه بې ساري وه او په هېڅ لوېديځ هيواد کې مخکې داسې پېښه نه وه شوې.

د راپور په وينا، د شارلي ابدو خبريالان او کارکوونکي له هغه وروسته تر ټينګ امنيت لاندي دي. له دوی څخه ځيني اوس هم د استوګنې ځايونه بدلوي.

په سوريه کې شمالي حلب ښار د مسلکي او غير مسلکي خبريالانو لپاره د ماينونو د ميدان په توګه ياديږي. په سوریه کې په وژل شويو خبریالانو کې د جاپان کينجي ګوتو هم شامل وو چې د اسلامي دولت سخت دريځو له خوا ووژل شو او د وژل کېدو ويډيو يې د دې ډلې له خوا په جنورۍ مياشت کې خپره شوه.

د بې پولې خبريالانو د راپور له مخې، هندوستان د افغانستان او پاکستان په پرتله د خبريالانو لپاره له خطرناکو هېوادنو څخه يو وو او پکښي نهه خبريالان وژل شوي. دغې ادارې د هندوستان له حکومته غوښتنه کړې ده چې د خبريالانو د ژغورلو لپاره دې يو ملي پلان جوړ کړي.

راپور د هغو ۵۴ خبريلانو په اړه هم لیکلي چې د ۲۰۱۵م کال په پای کې نيول شوي وو. له دوی څخه ۲۶ په سوريه کې برمته شوي وو او ۱۵۳ خبريالان چې په زندان کې وو ۲۳ يې په چين کې او ۲۲ يې په مصر کې وو.

XS
SM
MD
LG