د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

جان کري روسیې ته د ایران د یورانیمو له لېږدولو څخه هرکلی وکړ


د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري روسيې ته د ایران د ۱۱ ټُنه غني شویو یورانیمو له لېږد څخه هرکلی کړی دی.

رویترز خبري اژانس وايي چې ښاغلي کري دا ګام له نړیوالې ټولنې سره د اټمي موافقې په چوکاټ کې د تهران یو مهم اقدام بللی دی.

ایران هم روسيې ته د خپلو کمو غني شویو یورانیمو انتقال چې د دوشنبې په ورځ ترسره شو، له نړیوالو قوتونو سره د اټمي موافقې په لړ کې د تهران کلیدي ګام بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د غني شویو یورانیمو د زېرمو په اړه ویلي روسيې ته انتقال شوي مواد هغه ټول یورانیم دي چې تر شلو فیصدو پورې غني شوي او دا یورانیم له دې مخکې د تهران د اټمي څېړنو په ریکتور کې نه استعمالېدل.

له نړیوالو قوتونو سره د شوې موافقې پر اساس ایران منلې ده چې د خپلو کم غني شویو یورانیمو اندازه درې سوه کېلو ګرامو ته راټیټه کړي.

فرانس پرېس خبري اژانس وايي له ایران څخه د یورانیمو له دغې انتقال وروسته اوس تهران د اټمي وسلو د جوړولو لپاره یورانیم نه لري.

جان کري ټینګار وکړ چې پر ایران به د بندیزونو د لیرې کولو لړۍ د تهران او نړیوالو قوتونو تر منځ د اټمي موافقې عملي کېدو ته په پام سره پیل شي.

نوموړي تر دې مخکې ویلي وو چې پر ایران د بندیزونو لیرې کېدل ښايي د راتلونکې جنورۍ میاشتې په لومړیو کې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې تر اوسه روسيې ته د ایران د غني شویو یورانیمو د انتقال په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پر څرګندونو تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG