د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مالدیف ملي لوبډلې ته ماته ورکړه


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په خپلې وروستۍ ډله ییزې لوبه کې وکولای شول د مالدیف د فوټبال ملي لوبډلې ته د ۴-۱ پایلې سره ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل سید علي کاظمي ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سوېلي آسیا سیالیو د وروستۍ نیمې پړاو ته لاره موندلې ده.

د افغانستان لپاره امید پوپلزي، آرش عاطفي او فیصل شایسته ګُولونه ترسره کړل.

د ښاغلي کاظمي په وینا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې راتلونکې لوبه د روانې اوونۍ په پنجشنبه د سریلانکا له ملي لوبډلې سره ده.

دغه لوبه د افغانستان په وخت په ۰۵:۳۰ دقیقې پيلېږي.

وړاندې له دې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې د هند د فوټبال ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتله شوه.

راپور: تلاش

XS
SM
MD
LG