جمهور ریس محمد اشرف غني وايي چې د افغان ځواکونو پر وړاندې ناسم تبلیغات د دوی د ناراحتی سبب کیږي او هغه نباید دوام پیدا کړي.
د افغانستان جمهور رییس ټینګار کوي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ دې نادیده نه نیول کیږي او د دوی پر وړاندې باید منفي تبصرې او ناسم تبلیغات بند شي.
ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د ملي دفاع وزارت لپاره د نوي جوړې شوي ودانۍ د پرانستې په مراسمو کې له خلکو او مدني ټولنو وغوښتل چې په هر ډګر کې له خپلو ځواکونو دفاع او ملاتړ وکړي.
هغه وویل چې ځواکونه کله هم د کوم جنګ نه؛ نه دې تښتېدلي چې په اړه یې منفي څه وویل شي:
"د جګړې په ډګر کې زموږ د سرتېرو روحیه کمزوري نه ده؛ ولې ځينې وخت غلط خبرونه او مضرې تبصرې چې په ريښتیني اساس نه وي د دې سبب کیږي تر څو پوښتنې پیدا کړي چې زموږ قربانۍ ولې د باور وړ نه ګرځي؛ ولې زموږ د روحیو په برخه کې پوښتنې شته؟ که څوک څه پوښتنه لري اردو مو د نورو هېوادونو له ځواکونو سره پرتله کړئ چې پراخې سیمې یې پرېښي دي."
د افغانستان د ملي دفاع وزارت لپاره نوي ودانۍ په پنځه پوړه کې په عصري او پرمختللي شکل جوړه شوي چې ویل کیږي د ننني دور ټول مجهز وسایل لري.
د ودانۍ د امریکا متحده ایالاتو او جرمني په ګډه بشپړه کړې چې ویل کیږي دوه سوه میلیونه امریکايي ډالره مصرف پرې راغلی دی.
له دې وړاندې په روانه میاشت کې افغان حکومت د کورنیو چارو وزارت او د ملي شورا لپاره نوې ودانۍ هم پرانیسته چې ویل کیږي ورسره به کارونه لا منظم شي.
جمهور رییس غني په دغې غونډه کې هغه اوازې هم رد کړې چې ګویا افغان ځواکونو ته د عملیاتو اجازه نه ورکول کېږي.
هغه وویل چې عملیاتو ته په لوړه کچه تصامیم نیول کیږي او هره ورځ افغان ځواکونه په خپلواکه توګه نږدې پنځه لس عملیات ترسره کوي.
جمهور رییس غني افغان ځواکونو ته د ډېرې پاملرنې او په دې اړه د منفي تبلیغاتو د بندېدو په اړه داسې مهال غږیږي چې په افغان حکومت ډېر انتقادونه دا کیږي چې د خپلو ځواکونو تجهیز ته سمه پاملرنه نه کوي.
بل خوا د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی وايي چې د ملي وحدت حکومت افغان ځواکونو ته پاملرنه تر بل هر وخت ډېره کړي او دا ځواکونه د تجهیزاتو په حال کې دي.
ښاغلی ستانکزی ټینګار کوي چې هېڅ کوم هېواد د تروریزم سره مبارزه په ګوښي ځان نه شي ګټلای او په دې اړه باید د ټولو هېوادونو یو له بل سره همکار وي.
"موږ نن ورځ د نړېوال ترورزم سره په مبارزه کې قرار لرو؛ په دې نړېواله مبارزه کې زموږ سره نړیوالې مرستې اړینې دي؛ دا ځکه چې تروریزم پولې نه پیژني او په یواځې ځان هېڅ کوم هېواد نه شي کولای په دې مبارزه کې بریالیتوب ته ورسېږي.
له دې امله هم سیمه ییزه هم نړېواله همکاري او هم د افغاناتو یووالی د دغې مبارزې په بریالی کېدو کې مهم رول لري."
له بله پلوه جمهور رییس غني وايي چې د هندوستان له مرستو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو له خوا به هم په نږدې راتلونکي کې یو شمېر جنګي طیارې افغان لوري ته وسپارل شي.
له دې وړاندې هندوستان د تېرې جمعې په ورځ افغانستان ته دری جنګي هلیکوپټرې سپارلي چې افغان حکومت یې د جنګ په ډګر کې د برلاسه کېدو لپاره یوه ښه لاسته راوړنه بولي.