د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره کابل ته د پاکستان د لوی درستیز راحیل شریف سفر او پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل شپږدېرشمې کلیزې ته ځانګړي کړي دي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې کابل ته د راحیل شریف سفر ته اشاره کړې او پوښتنه یې کړې چې ایا پاکستان د کابل او نوي ډېلي د اړیکو له نږدې والي څخه اندېښمن دی؟
په مطلب کې راغلي چې له افغان چارواکو سره د پاکستان د لوی درستیز د خبرو اجنډا د سولې خبرې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه والی دی.
د مطلب لیکوال ویلي، پاکستان تل د تروریستي ډلو ملاتړ کړی دی او د سولې له خبرو څخه د افغانستان په وړاندې د فشار د یوې آلې په توګه کار اخلي.
د ورځپاڼي په باور، که چیرې پاکستان نور هم د چل او نیرنګ سیاست ته دوام ورکړي نو له افغانستان سربېره به د سیمې نور هېوادونه هم ورڅخه لرې او دا هېواد به منزوي شي.
جامعه باز:
جامعه باز ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، که د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجوده بې باوري له منځه ولاړه شي، دغه هیوادونو له ګاونډیو ډير سره نږدې دي او پاکستان د افغانستان په چارو کې ښه رول لوبولی شي.
په سرمقاله کې راغلي اوس افغان حکومت ته دا لومړیتوب لري چې د پاکستان د تخریبکارانه تګلارې مخه باید ونیول شي.
د سرمقالې لیکوال ویلي، پاکستان یوازنی هیواد دی چې په ډیر مهارت سره یې هم تروریستي ډلې روزلي او هم یې دا وړتیا ښودلې چې له تروریزم سره مبارزه کوي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، د القاعده شبکې او د طالبانو مشران اسامه بن لادن او ملاعمر په پاکستان کې مړه شول؛ خو په هیڅ نړیواله غونډه کې له دې امله پر پاکستان فشار نه اچول کیږي.
چراغ:
چراغ ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل شپږ دیرشمې کلیزې ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې شپږ دیرش کاله مخکې په همدې ورځ په کابل کې د شوروي ټانکونه ولیدل شول او د هېواد په تاریخ کې یې یوه توره ورځ ثبت کړه.
په سرمقاله کې راغلي چې افغانانو هغه مهال د شوروي اتحاد د ځواکونو پر ضد پاڅونونه او مبارزې پیل کړې او نړۍ یې د کمونیزم له شره خلاصه کړه؛ خو نړیوالو د افغانانو دغه مبارزه جبران نه کړه.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې هم همدې موضوع ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د جدي شپږمه نه هیریدونکې ده او دا ځکه چې په دې ورځ د پخواني شوروي اتحاد سمبالو ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې پر افغانستان یرغل پيل کړ.
په سرمقاله کې راغلي چې د شوروي ملاتړي دغه ورځ یوه ښه ورځ بولي؛ خو د سرمقاله لیکونکي په باور، له همغې ورځې را په دې خوا پر افغانستان بدمرغیو سیوری وغوړوه او تراوسه افغانان له دې ستونزو نه دي خلاص.