د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ له طبیعي پېښو سره د مبارزې د عالي کمېټې غړي ورغوښتي وو، څو د دغې زلزلې د زیانونو په اړه معلومات ورسره شریک کړي.
ښاغلي عبدالله دې ته په اشارې سره چې د تېرې شپې زلزلې یو شمېر کسان ټپيان کړي، وویل:
"له نیکه مرغه د زلزلې له امله د ټپيانو شمېر کم دی او ټپونه یې هم سطحي دي. خو دا هم ایجابوي چې باید ورته رسېدګي وشي."
له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وایي چې تر اوسه د تېرې شپې د زلزلې له امله په افغانستان کې د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه کره معلومات ورته نه دي رسېدلي.
د دغې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډيو ته وویل، هڅې یې پیل کړې څو په دې اړه دقیق معلومات تر لاسه کړي.
د رېښتر شپږ اعشاره درې درجې زلزله د شنبې په شپه نېږدې ۱۲ بجې وشوه چې مرکز یې په بدخشان کې و.
که څه هم د تېرې شپې د زلزلې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات په لاس کې نه شته، خو د ننګرهار د روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤل انعام الله مياخيل ازادي راډيو ته ويلي چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله د یوې مېرمنې په ګډون ۱۲ تنه د ښیښو د ماتېدو او منډو پر مهال سطحي ټپیان شوي دي.
په کابل ښار کې خلک وايي چې د زلزلې ټکانونو شاوخوا دېرش ثانیې دوام وکړ.
دغې زلزلې چې د افغانستان شمال یې ولړزاوه ټکانونه یې په کابل، پاکستان او هند کې هم احساس شول.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر اکټوبر میاشت کې یوې سختې زلزلې چې د رېښتر په مقیاس اوه نیمې درجې وه، په افغانستان او پاکستان کې شاوخوا څلور سوه کسان ووژل او زیات مالي زیانونه یې واړول.
راپور: رحمت الله افغان