د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

د ځینو بې وزله ماشومانو د ژمي لومړۍ ورځ په خاطره بدله شوه


د "خاطره افرینان" په نامه فرهنګي بنسټ د ژمي په لومړۍ ورځ؛ بې وزلو ماشومانو ته د تودو جامو په ورکولو؛ دا ورځ په یوې خاطرې بدله کړه.

دغه بنسټ د سه شنبې په ورځ "د مهربانۍ د چترلاندې" په نامه د یو حرکت په پیلولو سره؛ د یو شمېر بې وزلي ماشومان له یخنۍ وژغورل.

د دغه بنسټ یوه مسوول بارش سروري ازادي راډیو ته وویل؛ له دې حرکته یې هدف دا دی چې په خلکو کې له بې وزلو سره د مرستو کولو فرهنګ دود کړي:

"دا پروګرام د ژمي د رارسېدو او له هغو بې وزلو ما شومان سره د مرستې په خاطر تنظیم شوی چې په واټونو کې کار کوي او تودې جامې نه لري.

له چا سره چې جامې وي او نه یې اغوندي؛ د مهربانۍ د چتر پروګرام ته دې یې وسپاري؛ څو پر بېوزلو وویشل شي."

پروسږکال هم ځینو ورته بنسټونو د ژمي په موسم کې زرګونو بې وزلو ماشوماتو ته تاوده کالي ورکړي وو.

د مهربانۍ ترچتر لاندې د پروګرام یوه ګډون واله سحر وايي؛ خوشحاله ده په سوړ ژمي کې بې وزلو ماشومانو تاوده کالي راټولوي:

"د ویاړ ځای دی چې د ژمي په لومړۍ ورځ له ماشومانو سره یم او مرسته ورسره کوم. دا کار باید په ټول هېواد کې دود شي."

سږکال د ژمي لومړۍ ورځ د واورې په اورېدو پیل شوه او په کابل ښار کې ډېری داسې ماشومان لیدل کېدل چې تودې جامې یې نه وې اغوستې.

د غو ماشومانو پیل شوی حرکت وستایه.

حسینې وویل:

"زه ډېره خوشحاله یم چې دا کالي یې راکړه. ځکه ډېره یخني مې کېدله."

او شکیبا نومي وویل:

"له دولت او خلکو هیله کوم چې له موږ سره مرسته وکړي چې له بې وزلۍ خلاص شو."

د شکیب په نامه یوه هلک چې تودې جامې یې نه لرلې؛ ویل یې غواړم ډاکټر شم:

"خوشحاله یم چې دا کالي یې راکړل. خو هیله لرم چې په راتلونکې کې یو ډاکتر شم."

د خاطره افرینان د فرهنګي بنسټ مسوولینو وویل؛ دا حرکت به د کابل ښار په ګڼو سیمو کې جاري وساتي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG