د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۸

مدني ټولنې: "د غوراوي کمېټې" د غړو ټاکل غیر قانوني دی


د افغانستان د مدني ټولنې د هم اهنګۍ مرکز د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د غوراوي د کمېټې د غړو ټاکل غیر قانوني ګڼي.

د دې مرکز غړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل، حکومت د دغې کمېټې د غړو د ټاکلو لپاره، یوازې درې ارګانونو ته مکتوبونه استولي چې دا عمل د مدني ټولنې په چارو کې مداخله ګڼل کیږي.

که څه هم د انتخاباتي کمېسیونونو د غړو د ټاکلو لپاره د غوراوي کمېټې خپله لومړۍ ناسته، د تیرې پنجشنبې په ورځ جوړه کړه خو د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز دغه کمېټه غیر مشروع ګڼي.

د دې مرکز ځینو غړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې وویل چې په دغې کمېټه کې د مدني ټولنې یو شمېر غړي، په سلیقوي توګه د ځینو سیاسي کړېو له خوا ټاکل شوي چې د مدني ټولنې استازیتوب نه شي کولی.

د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ د مرکز ریيس خان زمان امرخېل وویل:

"دا درې کسان د څو محدودو کسانو له خوا د ځینو سیاسي کړېو په ملاتړ معرفي شوی او کار یې پیل کړی دی. د غوراوي د کمېټي ټاکل مشروع نه دي. ترڅو چې د خلکو رښتینې استازي په کې شامل نه وي، موږ یې نه منو."

د مدني ټولنې دا مرکز وايي، حکومت یوازې د اکسین، د ښځو شبکې او د ژورنالېستانو ټولنې ته مکتوبونه استولي چې دا عمل د مدني ټولنو په چارو کې مداخله ده.

د انتخاباتي کمېسیونونو د غړېو د ټاکلو لپاره د غوراوي اوه کسیزه کمېټه، د تیرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ اعلان شوه چې نعیم ایوب زاده، زرقا یفتلي او فهیم دشتي په کې د مدني ټولنې د استازو په توګه شامل شوي دي.

د جمهور ريیس اشرف غني د تقنیني فرمان له مخې د مدني ټولنې پر درېیو غړو سربېره، دغه کمېسیون ته د سترې محکمې د عالي شورا، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او پر اساسي قانون د څار د کمېټې له خوا هم یو-یو غړی پیشنهاد شوی دی.

د قانون له مخې دا کمېټه دنده لري چې د انتخاباتو د واړو کمېسیونونو ته وړ کسان معرفي کړي.

په دې هکله د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، د مدني ټولنو له خوا چې کوم غړي انتخاب شوي، حکومت په کې هیڅ ډول مداخله نه ده کړې:

"د مدني ټولنو انتخابات سراسري وو، په دې کې نه حکومت رول درلود او نه دولت.

دا د مدني ټولنو خپلمنځي انتخابات و او د مداخلې پرته یې د غوراوي د کمېټې لپاره درې کسان انتخاب کړي دي."

د افغانستان د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز وايي، په افغانستان کې ۳۸۷ مدني ټولنې ثبت دي او حکومت او نړېواله ټولنه باید، ټولو ته په یوه نظر وګوري.

د دې مرکزغړي تاکید کوي چې که د دوې غوښتنې ونه منل شي، د غوراوي د کمېټې له غړو سره به موافقه ونه کړي او اعتراضونه به جاري وساتي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG