د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

پاکستان د سعودي له خوا د ترهګرۍ ضد جوړ شوي ائتلاف هرکلى کړى


د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت چارواکو د سعودي عربستان له خوا د ترهګرۍ پر ضد د جوړ شوي ائتلاف هرکلى کړى او همداراز يې تصديق کړى چې هېواد يې د ترهګرۍ پر ضد د دغه اعلان شوي ائتلاف برخه ده.

دا څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند قاضي خليل الله د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په خپلې اوونيزې خبري غونډه کې د وينا پر مهال وکړې او ويې ويل چې دوى په دې لړ کې له سعودي چارواکو څخه د نورو تفصيلاتو د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان حکومت تېره اوونۍ د ترهګرۍ د مخنيوي او ترهګرو د ځپلو لپاره د ٣٤ اسلامي هېوادونو يو ګډ ائتلاف جوړولو اعلان وکړ چې د نورو په ګدون په کې د پاکستان نوم هم شامل و.

د بهرنيو چارو د وزارت وياند خبري غونډې ته د دغه ائتلاف هرکلى وکړ او ويې ويل چې پاکستان د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې د هر ډول سيمه ييزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي خلیل الله زیاته کړه:

"د پاکستان دا پاليسي ده چې د ترهګرۍ پر ضد د هر ډول سيمه ييزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي، ځکه چې ترهګري يوازې د يوه هېواد او سيمې مسئله نه، بلکې د ټولې نړۍ مسئله او ستونزه ده. لکه څنګه چې د «سعودي عربستان» له خوا دغه اعلان شوى ائتلاف د ترهګرۍ پر ضد دى، نو موږ يې ملاتړ او هرکلى کوو."

د سعودي عربستان له خوا د ترهګرۍ پر ضد د اسلامي هېوادونو په دغه اعلان شوي ائتلاف کې د ايران، شام او عراق نومونه نه شته.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په دغه ائتلاف کې د دغو درېیو هېوادونو نومونه نه شته؟ دا د دغه هېوادونو کورنۍ مسئله وبلله او په دې اړه يې له څه ويلو نه ډډه وکړه.

قاضي خليل الله همداراز په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د شوي اسيا زړه کنفرانس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې دا کنفرانس د افغانستان، پاکستان او سيمې لپاره ګټور وباله او يو ځل بيا يې ټينګار وکړ چې پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي او د دې هېواد د سولې په پروسه کې د سهولت کار کردار لوبوي.

د خليل الله په خبره، د پاکستان او افغانستان ګټۀ پر يو بل د تورونو په لګولو کې نه، بلکې له يو بل سره په ښو خپلمنځي اړيکو کې نغښتې ده.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان په اړه د اسيا زړه کنفرانس د روانې مياشتې په ٨مه او ٩مه نېټه د پاکستان په کوربه توب په اسلام اباد کې شوى و چې يو شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو او ځانګړو استازو په ګډون په کې د افغانستان ولسمشر او د هند د بهرنيو چارو وزيرې هم ګډون کړى و.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG