د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

ملالۍ: پر ټولو مسلمانانو انتقاد د سخت دریځو حملو خطر زیاتوي


د نوبل د سولې جایزې پاکستانۍ ګټونکې ملالې یوسفزۍ پرون خبرداری ورکړ هغه سیاستوال چې پر ټولو مسلمانانو انتقاد کوي په دې کار سره د سخت دریځو له خوا د زیاتو حملو خطر زیاتوي.

ملالۍ په انګلستان کې د پېښور د تېر کال د حملې د قربانیانو یاد ته د درناوي له مراسمو وروسته د فرانسې خبري اژانس ته وویل د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند د احتمالي نوماند ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز وغنده چې ویلي و ټول مسلمانان باید امریکا ته له ننوتلو منع شي.

هغې وویل، دا واقعاً یوه تراژیدي ده چې کله سړی دغسې څرګندونې اوري چې له کرکې ډکې دي.

تېر کال د ډسمبر په ۱۵د پېښور پر یوه ښوونځي د وسله والو طالبانو په حمله کې ۱۳۴ زده کوونکي ووژل شول.

XS
SM
MD
LG