د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

"له پاکستان سره د سولې په خبرو کې دې له احتیاطه کار واخیستل شي"


د افغانستان مشرانو جرګه
د افغانستان مشرانو جرګه

په داسې حال کې چې افغان حکومت وایي؛ د افغانستان د ستونزو د حل په هدف له پاکستان سره سیاسي هوکړې ته رسیدلي؛ مشرانو جرګه وایي چې افغان حکومت باید له پاکستان سره د سولې په پروسه کې په احتیاط مخکې ولاړ شي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د یکشنبې ورځې د غونډې مشري یې کوله؛ وویل چې د پاکستان پخوانیو ژمنو ته په کتو باید له دې هېواد سره په هر ډول معامعله کې نړیوال او سیمه ییز تضمین موجود وي:

"زه هیله من چې د افغانستان دولت له تېرو تجربو عبرت اخیستی وي؛ د پاکستان د برخورد او د سولې د خبرو په اړه د دې هېواد پر وړاندې محتاط اووسي؛ زه هیله من یم چې پاکستان دا ځل په خپلو ژمنو عمل وکړي؛ عملي ګامونه اوچت کړي او افغان حکومت باید له پاکستان څخه په دې برخه کې نړیوال اوسیمه ییز تضمینونه واخلي دا هغه څه دي چې افغان حکومت باید ورته جدي پام وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له افغان حکومت سره ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې په خبرو کې به بشپړه همکاري کوي او د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې به جدي اقدام کوي چې د افغانستان له حکومت سره سولې ته نه حاضریږي.

ارګ وايي چې امریکا هم په دې برخه کې له افغانستان او پاکستان سره همکاري ته چمتوالی ښودلی.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونده کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي توافق ته محتاطانه خوشباوري څرګنده کړه.

د افغانستان د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې زیاتره بحثونه د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه راڅرخېدل.

سناتورانو تر ډېره په اسلام اباد کې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا؛ انتقادونه کول، دوی ویل څه ډول چې لازمه وه، محمد اشرف غني هسې سپینې خبرې ونه کړې.

سناتور زلمي زابلي ویل چې افغان ولسمشر باید د سولې په هر ډول معامله کې د افغانستان ملي ګټې تعقیب کړي:

"موږ له ولسمشر څخه په ډېر احترام غوښتنه کوو او د یوه معنوي پلار په توګه ورنه خواهش کوو چې باید ملي ګټې په نظر کې ونیسي."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل له افغان حکومت سره ژمنه کړې چې د افغانانو په مشري به د افغانستان د سولې په پروسې سره مرسته کوي؛ خو لیدل شوي چې تل پاکستان په دا ډول ژمنو باندې عمل نه دی کړی.

د مشرانو جرګې غړي وايي چې افغان حکومت باید په پاکستان باندې نړېوال فشارونه واچوي؛ څو دغه هېواد له افغانستان سره د سولې په خبرو کې رښتنې همکاري ته چمتو شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG