د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۲

"د سولې خبرې به په افغانستان کې تل پاتې سوله راولي"


د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې د خبرو د بيا پیل هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې دغه تګلاره ژر بیا پیل شي.

د سولې د عالې شورا غړي حبیب الله فوزي آزادي راډیو ته وویل چې جمهور رییس محمد اشرف غني له پاکستاني چارواکو سره د سولې د خبرو په هکله جدي خبرې کړې دي او په وینا یې له وسله والو مخالفینو سره د خبرو پیل موږ سولې ته رسولی شي.

هغه وویل چې د افغانستان د سولې شورا هم هیله منه ده چې د سولې خبرې به په راتلونکو څو اونیو کې پيل شي:

"طالبانو سره د خبرو پیل هغه یوه لاره ده چې موږ سولې ته رسولی شي او لکه څنګه چې جمهور رییس ویلي؛ موږ هم خوشبین او هیله من یو چې کېدای شي په راتلونکو دوو یا درېیو اونیو کې خبرې پیل شي."

د افغانستان جمهور رییس په اسلام آباد کې د خپلو وروستیو خبرو د نتایجو په هکله پرون خبریالانو ته وویل چې د آسیا زړه د کنفرانس ګډونوالو په افغانستان کې د یوې دایمي سولې د راوستولو لپاره د همکاري ژمنه کړې.

هغه له احتیاطه ډکه خوشبیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د سولې خبرې به د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې ترسره کیږي. خو ده زیاته کړه، پاکستان ژمنه کړې ده چې د هغو ډلو خلاف به په خپله خاوره کې اقدامات کوي چې په افغانستان کې سولې ته غاړه نه ږدي. جمهور رییس اشرف غني وویل چې موږ غواړو راتلونکی کال مو د تېر کال په څېر نه وي.

"زموږ اساسي هدف دا دی چې راتلونکی کال د تېر کال تکرار نه وي. د همدې لپاره موږ لومړی باید خپلو امنیتي ځواکونو او بیا خلکو ته ډاډ ورکړو چې د سولې پروسه به په ویاړ او عزت او د افغانستان له اساسي قانون سره سم ترسره شي."

د پاکستان صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار هم د جمعې په ورځ وویل چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمینځ د سولې لپاره د مشورو لړۍ به په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.

خو سرتاج عزیز د پارلمان غونډې ته دا هم وویل؛ دا به له وخته مخکې وي چې وویل شي؛ د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د مري د خبرو دوهمه مرحله کله پیلیږي.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمینځ د سولې لومړنۍ مستقیمې خبرې په تېر جولای میاشت کې اسلام آباد ته نږدې په مري کې شوې وې؛ خو د خبرو دوهمه مرحله وروسته له دې په ټپه ودریده چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر چې دوه کاله پټ ساتلی شوی و؛ خپور شو.

سرتاج عزیز زیاته کړه چې د آسیا زړه د کنفرانس ټولو اړخونو د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان رول او ژمنې ومنلې او ژر به د خبرو د پیل لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه کړای شي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د سولې ټینګار سیمې ته اهمیت لري او د سیمې ټول هېوادونه او نړېواله ټولنه ښايي په خپلې ګډې همکاري دغه جنګ ځپلي هېواد ته سوله راولي.

سره له دې چې په اسلام آباد کې د آسیا زړه وروستي کنفرانس په افغانستان کې د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره یوڅه هیلې راژوندۍ کړي؛ خو دا چې دغه هیلې به ترکومه حده رښتیا شي؛ دا به په راتلونکو څو اونیو او میاشتو کې وکتل شي.

XS
SM
MD
LG