په داسې حال کې چې له هېواده په لوی شمېر کې افغانان لوېديځ هېوادونو ته روان دي؛ افغان ولسمشر په بهر کې له لوستو افغان ځوانانو غوښتنه کړې ده چې بېرته هېواد ته ستانه شي او د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخلي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د شمېرو له مخې؛ سږ کال اروپا ته په تللو پناه غوښتونکو کې ۱۴ فيصده افغانان دي.
جرمني په دې وروستيو کې وويل چې ډېری افغان پناه غوښتونکي به افغانستان ته وليږي.
د جرمني صدراعظمې د تېرې چار شنبې په ورځ له افغان ولسمشر سره د لیدو پر مهال وويل چې اکثره افغانانو ته به په جرمني کې پناه ورنه کړای شي. د دې په وينا، افغانان بايد دغه هېواد ته د تګ پر ځای په افغانستان کې دننه هغو ځايو ته انتقال شي چې امنيت يې ښه وي.
خو ولسمشر له لوېديځو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغان پناه غوښتونکو په اړه پرېکړه بايد له قانوني او حقوقي مراحلو وروسته د نړېوالو اصولو پر بنسټ وشي.
د چارو کارپوه او ليکوال اباسين بريال وايي چې ولسمشر دغه غوښتنه پر ځای کړې ده:
"هغه کډوال چې اروپا ته په ډېرو سختو شرايطو کې او پر ډېرو سختو لارو رسېدلي دي؛ د هغوی په برخه کې د ولسمشر دريځ مناسب و؛ ځکه چې د کډوالۍ د نړېوال قوانينو له مخې او د نړېوال اصولو پر بنسټ بايد د دغو کسانو دوسيې په غور سره وڅېړل شي.
نه يوازې چې دوی پر سختو لارو تللي دي؛ بلکه د دوی يو شمېر يې واقعاً ستونزې لري او په دې ډول د دوی راستنول به په فردي لحاظ هم مناسب نه وي."
خو ولسمشر همداراز د جرمني رسنۍ "ډويچ وېلې" ته په يوه مرکه کې وويل چې افغان ځوانان چې اروپا ته ولاړ شي؛ نو هلته هېڅ کله د منځنۍ طبقې برخه نه جوړيږي؛ بلکه هلته غېر رسمي دندې تر سره کوي؛ ځکه حکومت له افغان ځوانانو غوښتنه کوي چې په هېواد کې پاتې شي او هملته کارونه وکړي.
د يوه هېواد د اقتصادي ودې لپاره دوه شيان اړين دي:
د اقتصاد پوهانو په وينا، له افغانستانه د لوستو کسانو وتل به د هېواد اقتصاد ته ضربه ورکړي.
له يوې خوا د افغانستان وضعيت داسې تبليغيږي چې ګواکې د هرو کډوالو کډه چې له افغانستان څخه وځي؛ يو تشويش رامنځته کيږي چې په افغانستان کې حالات خراب دي.نوشېر
اقتصاد پوه وحيد نوشېر وايي چې د يوه هېواد د اقتصادي ودې لپاره دوه شيان اړين دي. لومړی کاري قوه او دوهم سرمايه او د دواړو تناسب هم مهم دی. که سرمايه زیاته وي او کاري قوه کمه شي؛ نو اقتصادي موثريت له منځه وړي:
"ځوانان په ډله یيزه توګه له هېواده بهر ځي. مهمه دا ده چې معلومه شي چې څومره يې لوستي ځوانان دي او څومره يې نالوستي او بله پوښتنه دا ده چې دا سلسله به تر کومه پوري دوام لري؟
که فکر وکړو دغه ځوانان چې کډوال کيږي؛ لوستي دي او په لوی شمېر کې له هېواده وځي؛ په اوږده مهال کې به دا کار د افغانستان اقتصاد له ننګونو سره مخامخ کړي."
يو شمېر اقتصاد پوهان بيا وايي چې هغه لوستي ځوانان چې په بهر کې دي؛ که افغانستان ته د خپلو کورنيو سره د مرستې لپاره پيسې لېږي؛ دا به د هېواد پر اقتصاد هم ښه اغېز ولري؛ خو ښاغلی نوشېر که څه هم له دې خبرې سره موافق دی؛ خو وايي، تر هغه وخته چې سمه احصايه نه وي شوې؛ څوک نه شي ويلای چې د دې کار ګټه ډېره ده که يې نقصان ډېر دی.
خو دی وايي چې په دومره لويه کچه د ځوانانو وتل به په راتلونکي اوږد مهاله وخت کې د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړي.
د ډېرو افغانانو په وينا، له هېواده د تلو لوی لامل د امنيتي وضعيت خرابوالی او بې کاري ده.
ځوانان ولې له هېواده تښتي؟
د چارو کارپوه ښاغلی نوشېر وايي چې که څه هم دا دوه لاملونه پر خپل ځای دي؛ خو يو بل لوی دليل د جګړې د زياتوالي په اړه تبليغات دي چې خلک له وېرې سره مخامخ شوي او له هېواده تښتي.
"له يوې خوا د افغانستان وضعيت داسې تبليغيږي چې ګواکې د هرو کډوالو کډه چې له افغانستان څخه وځي؛ يو تشويش رامنځته کيږي چې په افغانستان کې حالات خراب دي.
موږ يو متل لرو چې يوه کډه د بلې زړه باسي. په افغانستان کې د کډوالۍ معما دغسې پيل شوه."
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سید حسين عالمي بلخي له آزادي راډيو سره په خبرو کې د ښاغلي بريال د څرګندونو په تاييد سره وويل:
"سږ کال د جګړې زياتېدل او له هغه وروسته د ناټو ځواکونو هغه اعلان چې وايي له افغانستان به وځو؛ له همدې کبله دغو پېښو يوه رواني نا امني رامنځته کړې ده."
ښاغلی بلخي په دې اړه چې له هېواده د ځوانانو د وتلو مخه په څه ډول راګرځېدای شي؛ وايي چې په يو شمېر برخو کې بايد حکومت کار وکړي او هغه دا دي چې خلکو ته امنيتي؛ ټولنيزې او د رواني ترميم زمينه برابره شي.
د ده په وينا دا ټکي په نورو هېوادونو کې د افغانانو د پناه غوښتنې او هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنېدو په اړه مهم دي.